دایکندي کې یوې بنې د بلې پوزه غوڅه کړې

طاهره
Image caption طاهره وايي بنې یې خبره ورسره واړوله او بیا یې په چړې د دې پوزه غوڅه کړه.

له مېرمنو سره د تاوتریخوالي په یوه تازه پېښه کې د افغانستان ډایکنډي ولایت کې یوې ښځې د خپلې بنې پوزه غوڅه کړې ده. دا پېښه د بنو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته شوې ده.

په ډایکنډي ولایت کې یوې ښځې د خپلې بنې پوزه غوڅه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي، پېښې ډېرې شوې، خو په دغه وروستۍ پېښه کې خپله ښځه د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلې ده.

د یوویشت کلنې طاهرې او د هغې د بنې ترمنځ وروسته تر هغه خبره د پوزې غوڅولو ته ورسېده، چې د کورنۍ شخړې پرمهال یې خبره ګوزار ه ورسېده.

طاهره وايي، چې بنې یې وډبوله او بیا یې په چړې د هغې پوزه غوڅه کړه.

طاهرې نژدې یو کال مخکې له یوه داسې سړي سره واده وکړ، چې یوه ښځه یې لرله.

دا وايي چې د یوه کال اوږدو کې خپلې بنې ډېره په عذاب کړې وه، خو وايي سوک هغه مهال تر کټوې ووت، چې بنې یې تر لفظي شخړې وروسته چړې ته لاس کړ او د هغې پوزه یې غوڅه کړه.

طاهره په بد وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوې ده:

"کالي مې مینځلي وو، له لمر مې راټولول او خونې ته د ننوتلو پروخت هغه راغله، چړه ورسره وه، چیغې مې ووهلې هېچا مې غږ وانه ورېد، پوزه یې رانه غوڅه کړه".

طاهره وايي، تر دې وړاندې یې بنې وهله، خو مېړه یې هېڅ غوږ ورباندې نه ګراوه:

"له حکومته غواړم چې زما په حق کې اقدام وکړي".

د ډایکنډي ښار د روغتون ډاکټران وايي، د ناروغې طاهرې وضعیت ښه دی، خو لا ښې درملنې ته اړتیا لري:

"ناروغ ماسپښین دوه بجې روغتون ته راوړل شوی، پوزه یې غوڅه شوې، د پزې نیمايي برخه یې غوڅه شوې، خو وضعیت د ناروغ وضعیت ښه دی او تر درملنې لاندې ده، خو پلاستیکي جراحۍ ته اړتیا لري، چې خو دلته دایکندي کې پلاستیکي جراحي نه لرو".

د طاهرې کورنۍ وايي، چې له دغه سړي سره هغې پخپله خوښه واده کړی، او وړاندې یې ژوند کې هېڅ ستونزه نه لرله.

د طاهرې پلار له حکومته د هغې له لور سره د تاوتریخوالي کوونکې مجازات غواړي، خو ګواښ کوي، چې ارومرو به د خپلې لور غچ اخلي:

د انځور حقوق
Image caption په وروستیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي، پېښې ډېرې شوې، خو په دغه وروستۍ پېښه کې خپله ښځه د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلې ده.

"زه نور کار نه لرم، خو که مې وس ورسېږي، د هغې پوزه هم غوڅوم، چې دواړې بنې په یو شان شي. دغه سړي دواړو ښځو ته ځانته خونې جوړې کړې دي، ولې یو پر بلې برید کوي. زه به عریضه وکړم او خپل اقدام به هم وکړم".

خو د طاهرې مېړه وايي، دواړو ښځو ته یې بېلې خونې جوړې کړې وې او له کوره د وتلو پرمهال هم وضعیت ارام و، خو کله چې دندې ته ولاړ، او بېرته ستون شو دا پېښه شوې وه:

"د دوی ترمنځ هېڅ مشکل نه و، تر پرون پورې د دوی هېڅ ستونزه نه وه، کله مې چې د ښوونکو حاضري اخیسته، زنګ راغی چې ښځو دې جګړه کړې ده".

په تېرو څو میاشتو کې د ښځو د پوزو پرې کولو دا دویمه قضیه ده.

وړاندې په لوېدیځ هرات ولایت کې یوه سړي د خپلې ښځې پزه او شونډه غوڅ کړي وو.

ستاره بیا وروسته د پوزې او شونډې د درملنې لپاره ترکیې ته واستول شوه.

ورته مطالب