"پر سرينا بريد بهرنيو استخباراتو کړى"

د انځور حقوق
Image caption له کابله پر یوۀ لوکس هوټل د برید خبرونه خپاره شول

افغان چارواکي وايي په کابل کې د سرينا پر هوټل شوى بريد د بهرنيو استخباراتو له لوري پلان شوى و.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په خپله خپره کړې وينا پاڼه کې وايي له لومړنيو ترلاسه شويو مالوماتو څرگندېږي چې دغه بريد مخامخ د بهرنيو څارگرو ادارو له خوا تر سره شوى.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په خپل راپور کې د افغانستان ملي امنیت شورا ته ویلي څه موده وړاندې یوۀ پاکستاني ډيپلومات د کابل سرینا هوټل د ننه د دهليزونو ویډیويي فلمونه اخيستل، چې د هوټل کارکوونکو پرې نيوکه کړې وه.

خبرپاڼه زياتوي هغه خصوصي امنيتي شرکت چې د کابل سرينا امنيتي چارې يې ور تر غاړې وې، په خپله دنده کې پاتې راغلى.

د امنيت شورا د افغانستان کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د دغه شرکت د کار څرنگوالي او په خپلې دندې کې يې احتمالي ناغېړۍ په تړاو پلټنې وکړې.

د امنيت شورا ټولو افغان امنيتي ادارو ته دنده سپارلې چې د سرينا د پېښې په تړاو پلټنې وکړي او په دې تړاو يې موندنې د امنيت شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۲۰/کب ۲۹) د نوي ۱۳۹۳ کال له پیلېدا څو دقیقې وروسته، له کابله پر یوۀ لوکس هوټل د برید خبرونه خپاره شول.

څلور بريد گر چې ټول له اتلسو کلونو ټيټ عمر لرونکي و، له ځانه سره يې هوټل ته دننه تمانچې لېږدولې وې، او څو ساعته وروسته يې د بريد د تر سره کولو هڅه کړې وه چې ژر ووژل شول

په پېښه کې ټول ټال نهه تنه ووژل شول، په وژلو شويو کې د فرانسې خبري اژانس خبریال سردار احمد، د هغې مېرمنه، کوچنۍ لور او زوی هم شامل وو.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوۀ ویاند رسنیو ته په استولي پیغام کې د دغه برید پړه منلې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption خبرپاڼه زياتوي هغه خصوصي امنيتي شرکت چې د کابل سرينا امنيتي چارې يې ور تر غاړې وې، پاتې راغلى

سرینا هوټل کې تر ډېره بهرني مساپر اوسېږي، چې د نورو هوټلونو په پرتله یې امنیت هم خوندي دی.

په ۲۰۰۸ کال هم طالبانو پر دغه هوټل برید کړی و، چې لږترلږه اته کسان یې وژلي وو.

د افغان حکومت مخالفانو ګواښ کړی، چې د راتلونکو ټاکنو بهیر به ګډوډ کړي.

سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.

د تېر ۱۳۹۲ کال پر وروستۍ ورځ هم طالبانو د جلال اباد د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه لس پولیس، یو ولسي وګړی او اووه برید کوونکي په کې ووژل شول.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د ملي امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو د ګډ وډولو لپاره په دې و روستیو کې په پاکستان کې په یو شمیر مدرسو کې لویې غونډې شوې

ورته مطالب