نوروز جشن په ارګ کې لمانځل کېږي

د پغمان ماڼۍ د انځور حقوق ARG
Image caption د ښار جوړونې افغان وزیر وړاندې ویلي وو، د پغمان ماڼۍ د نوروز نړیوال جشن لمانځلو ته چمتو ده.

د نوروز نړیوال جشن سمبالوونکی افغان کمیسیون وايي، د پغمان تفریحي ځای او ماڼۍ پرځای به دغه جشن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولمانځل شي.

چارواکي د دغه ځای د بدلېدلو لامل ظاهراً د پغمان د ماڼۍ د رغونې د چارو نابشپړتیا ګڼي.

په پام کې ده چې په دې جشن کې کابل د ځینو ګاونډیو هېوادونو د جګپوړو چارواکو کوربه توبه وکړي.

د نوروز جشن د مخکني جوړ شوي پلان پر بنسټ د کابل لوېديځ پغمان تفریحي سیمه کې نه لمانځل کېږي.

د نوروز د نړیوال جشن د کمیسیون غړي کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، دا جشن به د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولمانځل شي او دا يې رد کړه چې ګنې امنیتي ستونزې د دې سبب شوې چې د نوروز د جشن لمانخلو ځای بدل شي.

ښاغلي حقمل د ځای د بدلېدو لامل د پغمان غونډۍ د رغونې د کارونو نه بشپړیدل په ګوته کړل.

خو د افغانستان د ښار جوړونې وزیر حسن عبداللهي وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې وزارت یې د پغمان پر تپې د نوروز د ځانګړې ماڼۍ جوړولو چارې په غاړه درلودې، د جشن پرمهال د مېلمنو لپاره په پامې کې نیول شوې ماڼۍ ګټې اخیستو ته چمتو شوې ده.

له تېر یوه کاله راهیسې د پغمان د ماڼۍ جوړولو او تفریحي سیمې رغونه دوام لري.

د انځور حقوق ARG
Image caption د نوروز جشن چمتوونکی کمیسیون پرېکړه کړې چې دغه جشن په ارګ کې ولمانځل شي.

افغان چارواکو ویلي، د لسو هېوادو د ولسمشرانو په ګډون د نورو نړیوالو بنسټونو چارواکو هم په دې جشن کې د ګډون چمتوالی ښولی و.

په ۱۳۸۸ کال د نوروز نړیوال جشن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال د ایران پلازمېنه تهران کې د ایراني، افغان، تاجک، ترکمن، عراقي، اذري او ترکي چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.

د نوروز دویم جشن هم ایران کې تر سره شو.

په ۱۳۹۱ کال کې دغه مراسم د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې او په ۱۳۹۲ کال ترکمنستان کې ولمانځل شول.

سږ کال د نوروز د جشن کوربه توب کابل پر غاړه اخیستی دی.

ورته مطالب