کونړ او کابل کې ډله ييز بريدونه شوي دي

د انځور حقوق
Image caption د دواړو بريدونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي

د افغانستان له کونړ ولايت نه راپورونه وايي، وسله والو په مرکز اسداباد کې د نوي کابلبانک پر يوې څانګې ډله ييز بريد کړی دی.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب وايي د چاودنو او ډزو غږونه يې اورېدلې دي.

دی وايي د ورځې تر دولس بجو او ۱۵ دقيقو پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل او جګړه لا روانه وه.

راپورونه وايي ښار تړل شوی او امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه کلابنده کړې ده.

په بريد کې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې افغان حکومت وسله وال طالبان په دا ډول بريدونو پړه بللې دي.

د کابل بريد

په يوه جلا بريد کې نن وسله والو د پلازمېنې کابل په لويديځه څنډه، دارالامان کې پر يوه حکومتي ودانۍ بريد کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت چارواکي دغلته ځانمرګی بريد تاييدوي، خو د پېښې د کره ځای په اړه څه نه وايي.

په دغه سيمه کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز، د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني کور او د ټاکنو کمېسيون يو مرکز شتون لري.

په سيمه کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې د چاودنو او ډزو غږونه يې اورېدلي دي.

تر دې وړاندې وسله والو د کابل پر سرينا هوټل هم بريد کړی و، چې په پايله کې يې د پنځو افغانانو په ګډون نهه کسه ووژل شول.

مخکې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی و، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به ګډوډې کړي.

ورته مطالب