قانوني د ولسمشرۍ لومړی مرستيال شو

Image caption ښاغلي قانوني د ۲۰۰۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته نومولی و

د افغانستان ولسي جرګې نن محمد يونس قانوني د محمد قسيم فهيم ځای ناستی غوره کړ.

ښاغلی قانوني نن ولسمشر حامد کرزي ولسي جرګې ته معرفي کړ او د ولسي جرګې غړو ومانه.

محمد يونس قانوني څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال په توګه ونوماوه، او نن ولسي جرګې په علني رايه اچونه کې د رايو په اکثريت د تاييد رايه ورکړه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وویل د جرګې ۱۵۰ غړو غوښتي چې بايد ښاغلي قانوني ته رايه په علني ډول ورکړای شي.

نو له همدې امله د ولسي جرګې مشر له وکيلانو وغوښتل چې رايه بايد علني وي.

د ولسي جرګې ډېری غړو شنه کارتونه پورته کړل او سور کارت ترسترګو نه شو، خو د ګوتو په شمېر داسې کسان وو، چې کارتونه يې پورته نه کړل.

ښاغلي قانوني تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړی و او په مخکنۍ دوره کې يې د دغې جرګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

محمد يونس قانوني د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د کورنيو چارو او د پوهنې د وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

دی په پنجشېر ولايت کې زېږېدلی او لوړې زده کړې يې د شرعياتو په برخه کې کړې دي.

ورته مطالب