غزني کې ترافیکې پېښې د ۷ مساپرو ژوند اخیستی

Image caption افغانستان په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کیږي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ مساپر وړونکی موټر چپه شوی، چې لږترلږه اووه مساپر پکې مړه شوي او شل نور ټپیان دي.

غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، پېښه د جمعې په ورځ (وری ۸) ګهیځ شاوخوا اووه بجې د اندړو ولسوالۍ ملا نوح بابا سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي د پېښې اصلي لامل د سړک تنګوالی، او د چلوونکي بې احتیاطي بولي.

نوموړی وايي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

پر همدې مهال، د غزني د ولایتي روغتون مشر باز محمد همت وايي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۷ کسان ور وړل شوي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

دی وايي چې په ټپیانو کې اووه نارینه، درې ماشومان او څلور مېرمنې دي.

دی وايي چې په مړو شویو کې درې ماشومان او دوې ښځې دي.

ډاکټر باز محمد د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وباله، خو وايي چې سخت ټپیان یې کابل ته واستول.

د روان مارچ په لومړیو کې هم د کابل- غزني پر لویه لار دغزني روضې په کوتل کې د دوو مساپر وړونکو کرولاوو په ټکر کې د یوې مېرمنې په ګډون لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او د یوه ماشوم په شمول درې کسان ټپیان دي.

افغان چارواکي وايي هر کال د ترافیکي پېښو له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. یوازې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر پنځو زرو ډېر ترافیکي پېښې شوي چې نژدې دوه زره کسان پکې وژل شوي او تر پنځو زرو ډېر نور ټپیان شوي.

افغانستان په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (ډبلیو ایچ او) د سروې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو ، لیبیا او مصر وروسته افغانستان هغه هېواد دی چې په ترافیکي پېښو کې په کې ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي.

ورته مطالب