ولسي خلک څنګه له بريدونو ځان ساتلی شي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغو بریدونو کې تر ډیره ولسي خلک وژل کیږي

په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په نژدې کیدو سره هم په پلازمینه کابل او هم د افغانستان په نورو سترو ښارونو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

په دغو بریدونو کې تر ډیره ولسي خلک وژل کیږي.

په همدې پلمه ستاسو نظر په پروګرام کې به له تاسو واورو چې ولسي خلک څنګه کولای شي د دغه شان بریدونو نه ځانونه په څنګ وساتي.

تاسو که د وسله والو بریدونو په سیمه کې راګیر شئ څه به کوئ چې تاسو زیانمن نه شئ یا یې درته زیانونه کم ورسیږي؟

ایا داسې کومې لارې شته چې په خپلولو سره یې هم خپل ځان او هم خپل نور دوستان خوندي کړئ؟

که په دې اړه غواړئ خپل نظر راسره شریک کړئ، نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې را ته په دې شمیرې زنګ ووهئ:

0093202202300 ، دا رنګه د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې خپل نظر راپریږدئ، یا هم د خپلو تیلیفونو شمیرې را ته ولیکئ چې وروسته بیا موږ درته زنګ ووهو.

ورته مطالب