داودزی: د امنیت خرابوالی د ټاکنو خنډ 'نه شي کېدی'

عمر داودزی د انځور حقوق
Image caption د کورنيو چارو وزير عمر داود زي ژمنه وکړه چې تر ټاکنو به امنيت نور هم ټينگ شي.

په افغانستان کې د پروني بريد ارزونه کېږي چې طالب وسله والو په کې د ښځو په کاليو کې د کابل ختيځ پلو د ټاکنو مرکزي دفتر په نښه کړ.

بريدگر چې پر توغنديو او درنو مشينگڼو سمبال وو، ټول د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له منځه ولاړل.

پر کابل دا بريد چې په لسو ورځو کې څلورم دى، پر داسې مهال کېږي چې افغانان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو خورا مهمو ټاکنو ته تر اوونۍ لږ واټن لري.

د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کميسيون مشر ستار سعادت له بي بي سي سره په مرکه کې له حکومته وغوښتل چې ددې حالت غم وخوري:

"دا يوه لويه اندېښنه ده. طالبانو گواښ کړى و چې پر هر راى مرکز به بريد کوي. هغوى د ټاکنو ټول کارکوونکي گواښلي او زموږ پر کارکوونکو او دفترونو يې بريدونه کړي دي. زه هيله من يم چې افغان حکومت زموږ امنيتي اندېښنې ژر تر ژره ليرې کړي."

خو حکومت وايي چې تدبيرونه يې کافي دي او د بريدگرو نسبتا" بې زيانه ځپل ددې شاهدي وايي.

د ټاکنو کميسيون يو کارکوونکى هم چې د پروني بريد پر مهال په مرکزي دفتر کې و، خوښ و چې عسکرو روغ وساتل.

د بريدونو له ډېرېدو سره د ټاکنو پر خونديتوب اندېښنې هم راپورته شوې دي، خو ښاغلى سعادت وايي کارکوونکي يې د ترهگرۍ له وېرې خپله ټاکلې لار نه پرېږدي:

"دا موږ ته کومه نوې خبره نه ده. افغانستان هسې هم هره ورځ د ترهگرو له خوا له مرگ سره مخامخ دى. غوره دا ده چې ولسواکي ولرو. غوره دا ده چې ټاکنې وکړو. او فکر کوم د ښو ټاکنو تر سره کېدل به پر طالبانو يو برى وي او آن که هغوى تر دې هم د خطر د پېښولو گواښ ډېر کړي، موږ به خپل کارونه کوو".

ناامني د ټاکنو خنډ نه شي کېدای

د کورنيو چارو وزير عمر داود زي ژمنه وکړه چې تر ټاکنو به امنيت نور هم ټينگ شي.

هغه هم چې د بي بي سي له نړيوالې څانگې سره غږېده، وويل، د امنيت خرابي د ټاکنو خنډ نه شي کېداى:

د انځور حقوق
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کميسيون مشر ستار سعادت له بي بي سي سره په مرکه کې له حکومته وغوښتل چې ددې حالت غم وخوري

"زه اندېښنه نه لرم. زه ټينگ يم او ډاډ لرم چې د اوس او د ټاکنو د ورځې ترمنځ موده کې او د ټاکنو په ورځ به امنيت لا کلک وي. موږ د جگړې په منځ کې يو. په تېرو دوولسو کلو کې جگړه نه ده درېدلې او ډاډه يم چې دا ډول پېښې به د ټاکنو بهير گډوډ نشي کړاى".

د کابل په پروني بريد کې د ښار د ختیځې خوا په پکتيا کوټ کې يو ولسي کور کارول شوى دى.

د کور څښتن حاجي محب الله وويل طالب وسله والو ځانونه په ښځينه برقعو کې نغښتي وو.

طالبانو ددغه بريد پړه منلې.

تر دې يوه ورځ د مخه دوى په همدې ښار کې د بهرنيو مرستندويانو پر يوه مېلمستون ورتوى شوي وو.

طالبانو د مخه د ټاکنو د گډوډولو گواښ کړى و.

د افغان پلازمېنې پرونى بريد څو ساعته تر هغه د مخه وشو چې ټاکل شوې وه د ټاکنو کميسيون د ټولو هغو راى مرکزونو وروستى شمېر په ډاگه کړي چې د وري پر شپاړلسمه- د ټاکنو په ورځ به پرانیستي وي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ټاکنو پر کمیسیون بريد کې د ښار د ختیځې خوا په پکتيا کوټ کې يو ولسي کور کارول شوى
د انځور حقوق AP
Image caption د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو پرمهال د لا کلک امنیت ډاډ ورکړی
د انځور حقوق AP
Image caption طالبانو د مخه د ټاکنو د گډوډولو گواښ کړى و.

ورته مطالب