'د ټاکنو په ورځ به ۸۴۸ مرکزونه تړلي وي'

Image caption د ټاکنو د پایلو په اړه د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره اندېښنې شته

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د دوی د وروستیو ارزونو پربنسټ به د ټاکنو پر ورځ د رای اچولو ۸۴۸ مرکزونه تړلي وي او یوازې ۶۴۲۱ مرکزونه به پرانیستي وي.

دغه مرکزونه به د هېواد بېلابېلو برخو کې تړلي پاتې وي.

دا چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، داسې ښکاري چې سر له اوسه یې د پایلو په اړه د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره اندېښنې شته.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو غواړي چې د دغو ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.

هغه وویل، دا چې د ډېرو ستونزو په ګاللو خلک د ټاکنو صندوقونو ته ځي نو نوماندان باید دا وضعیت درک کړي او د ولس رایې ته احترام وکړي.

د ښاغلي امرخېل بله غوښتنه له نوماندانو دا وه چې خلک په ټاکنو کې درغلي ته ونه هڅوي او د خپلو څارونکو په استولو سره د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې له کمیسیون سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه د ټاکنو کمیسیون د درغلي کوونکو په وړاندې جدي دی.

ضیاء الحق امرخېل دغه راز د درغلۍ په مخنیوي کې د مدني ټولنې د غړو او خلکو مرسته هم وغوښته.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال دغه خبرداری ورکوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دوی ګواښ کړی، که درغلي وشي نو د ټاکنو پایلې به ونه مني.

که څه هم امنیتي ستونزې د ټاکنو په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، د کمیسیون پر مرکزي دفتر د شنبې ورځې برید او نور بریدونه به د دوی هوډ بدل نه کړي.

د کمیسیون چارواکي دغه راز هیله لري چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو پرتله دا ځل ډیر خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا د تېرو ټاکنو پرتله دا ځل د رایې ورکولو زیات مرکزونه فعال دي او لږ یې چې لس سلنه کېږي، بند دي.

ورته مطالب