ولایتونو ته د نوماندانو د ټاکنیزو هڅو سفرونه

د انځور حقوق hg
Image caption ولسمشرۍ ته نوماندان بېلابېلو ولایتونو ته تللي چې د خلکو ملاتړ خپل کړي

په داسې حال کې چې د ټاکنیزو منډو ترړو ختمېدو ته ایله درې ورځې پاتې دي، ولسمشرۍ ته نوماندان بېلابېلو ولایتونو ته تللي چې د خلکو ملاتړ خپل کړي.

اشرف غني احمدزی او زلمی رسول لوېديځ ولایت هرات ته تللي، خو بل کاندید قطب الدین هلال بیا پلازمېنه کابل کې وینا کړې ده.

عبدالله عبدالله سوېلي ولایت کندهار ته تللی، چې راتلونکو ټاکنو ته د ځان ملاتړي ډېر کړي.

د ولسمشرۍ بل کاندید عبد رب الرسول سیاف بیا کاپیسا ولایت ته تللی دي.

د افغانستان لوېديځ هرات ولایت ګذرګاه دښته کې تر سره لمر لاندې د اشرف غني احمدزي پلویان ر اغونډ شوي وو.

ښاغلي احمدزي وویل، که چېرې ولسمشر شي، د تېرو ناخوالو او جګړو پرمهال معیوبو شویو افغانانو ته به پام وکړي:

"په لومړي ګام کې، هر هغه چې معیوب وي، او د افغانستان تېر جهاد او ناخوالو کې معیوب شوي، د شهیدانو ورثه وو، یتمیانو او کونډو ته به جدي پام وکړو ".

ښاغلي احمدزي وویل، اوس باید د کوچني جهاد پر ځای ستر جهاد وشي، چې په وینا یې ستر جهاد به یې دا وي چې هر افغان ته حقونه ورکړل شي، داسې جهاد چې په لړ کې یې افغانستان کې بې وزلي ختمه شي.

ولسمشرۍ ته دغه کاندید وویل، د ځمکو د غصب پر سر زرګونه لانجې رامنځ ته شوې، خو د هغه ژمنه دا وه چې د یوه منظم بهیر پربنسټ به ټولې ځمکې شرعي وګرځوي.

احمدزي دا ژمنه هم وکړه، چې د کامیابېدا په صورت کې به ایران کې د افغان کډوالو د حقونو دفاع ته پوره مټې بډوهي.

خو د هرات ښار مرکزي سټډیم کې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید زلمي رسول پلویان راغونډ شوي وو.

نوموړي خپلو هغو ژمنو ته بیا اشاره وکړه، چې دوه میاشتې وړاندې یې ځینو ولایتونو کې اعلان کړې وې:

"زه په دې عقیده یم، چې هرات او افغانستان د مرکزي اسیا، منځني ختيځ او لوېدیځو هېوادونو لپاره د ترانزیت دروازه ده. د سلما بند د کار بشپړول زموږ د کارونو په سر کې ځای لري".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د راتلونکو ټاکنو د رای اچولو نژدې ۴۰۰ مرکزونه به تړلي پاتې شي، خو پاتې ۶۷۷۵ نور به پرانیستي وي.

د دغه کمیسیون چارواکي ناامنۍ او لوژستیکي ستونزې د دغو مرکزونو د بندېدو اصلي لامل بولي.

د ټاکنیز کمیسیون د معلوماتو پربنسټ به نژدې دوه زره ټاکنیز څارونکي د ټاکنو د بهیر څارنه کوي او د نژدې ۱۳ میلیون رای اچوونکو لپاره یې چمتووالی نیولی.

ولسمشرۍ ته یوه بل کاندید قطب الدین هلال د کابل جنوب کې خپلو پلویانو ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل، چې د ټاکنو بهیر ګډوډ نه کړي، او د خلکو رایو ته درناوی وکړي:

"د طالبانو د اسلامي تحریک وروڼو ته وایم، وړاندیز کوم چې ټاکنې سمې ترسره شي ښه بدلون راولي، دا ستاسې په ګټه دی. او د دې فرصت به رامنځ ته شي، چې له تاسو سره ریښتینې او مخلصانه خبرې وشي او ستاسې مخلصانه خبرې واورېدل شي".

ورته مطالب