د بدخشان واخان دویم ملي پارک وبلل شو

Image caption د بدخشان واخان سیمه تر بامیانو وروسته، دویم ملي پارک وبلل شو

د افغانستان د کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي ادراې د بدخشان ولایت د واخان سیمه د دغه هېواد دویم ملي پارک په نامه ونوموله.

د چارواکو په وینا د دغه کار موخه د افغانستان د طبیعي او فرهنګي میراثونو د تل پاتې کېدو لپاره ده او په خبره یې دغه ګام د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پورته شوی دی.

لکه چې وړانګه علیزۍ کاږي، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د کرني وزارت د واخان سیمې ته د اساسي قانون د ۳۷ ، ۳۸ ، ۳۹ ، او ۴۰ مادې پر اساس د دویم ملي پارک نوم ورکړ.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د مشر مصطفی ظاهر په وینا په دغه سیمه کې که څه هم کرکیله ډیره نده، خو بیا هم دغلته دوه ډوله غنم کرل کېږي چې یوازې په همدغه سیمه کې پیدا کېږي.

له دې وړاندې په ۱۳۸۸ کال کې د بامیانو ولایت د بند امیر سیمه د افغانستان لومړی ملي پارک وبلل شو.

د کرنې وزیر محمد آصف رحیمي وايي، د ۱۳۸۴ کال را په دې خوا د دغې سیمې خلکو له دوی سره ژمنه کړې وه چې هغوی به د ځناورو پر ښکار بندیزونه لګوي.

Image caption د واخان د سیمې ډيرې برخې د پامیر او هندوکش غرونو په څنډو کې پرتې دي چې دغې لرغونې سیمې ته یې ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې ده.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، نن سبا په هغه سیمه کې د ځناورو او نورو مرغانو ښکار که سل په سلو کې نه دی بند شوی، خو تر ډېره خلک له ښکار کولو ډډه کوي.

د افغانستتان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي وایي دغه شان پارکونو جوړول به د افغانستان په اقتصادي پر مختګ کې ډېره ونډه ولري.

د واخان د سیمې ډيرې برخې د پامیر او هندوکش غرونو په څنډو کې پرتې دي چې دغې لرغونې سیمې ته یې ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې ده.

ورته مطالب