افغانستان کې ناامنیو د ۲۸ انسانانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو په رانژدې کېدو د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یوه سیمه ییز قوماندان د کسانو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې لږ تر لږه څوارلس کسان پکې وژل شوي.

چاودنه د خان اباد بوین سیمه کې د یوه مخکني جهادي قومندان محمد عمر ابداش د کورنۍ پر غړو او خپلوانو شوې ده.

په وژل شویو کې د محمد عمر ابداش دوه زامن او نور خپلوان دي.

محمد عمر رسنیو ته ویلي، چې ټول وژل شوي د ده د کورنۍ غړي او خپلوان دي

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤولیت منلی دی.

له بله پلوه د خان اباد ولسوالۍ د جنايي مدیر په یوې سړک غاړې ماین چاودنې کې وژل شوی دی. چارواکي وايي، په دې پېښه کې د نوموړي درې ساتونکي ټپیان شوي دي.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ویلي، پېښه د خان اباد ولسوالۍ اقتاش سیمه کې هغه مهال شوې، چې جنايي مدیر او پولیس د غلو د نیولو له عملیاتو د ستنېدا په حال کې وو.

پکتیا

د افغانستان سوېلي ولایت پکتیا ګردېز ښار ته څېرمه د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي.

په وژل شوو کې یو ۱۳ کلن ماشوم هم دی.

دغه کسان پر یوه موتر سایکل سپاره وو، چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.

د پکتیا امنیه قومندان زلمي اوریاخېل منلې ده، چې تر چاودنې وروسته پولیسو په سیمه کې دوه نور ماینونه کشف کړل.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند ویلي، دغه کسان یې ځکه وژلي چې د یوه کاندید لپاره یې تبلیغات کول.

طالبانو وړاندې ګواښ کړی، و چې د ټاکنو بهیر به ګډوډوي.

لوګر

بل خوا، د پکتیا څنګلوري لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې یوه کس هدف ته تر رسېدا مخکې ځان چوولی چې د عامه نظم یو پولیس په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي، پېښه تر هغه وروسته شوې، چې ځانمرګي ته د پولیسو پوستې ته پر لاره د درېدو امر وشو، خو تر سرغړونې وروسته په ډزو وویشتل شو او ځانمرګي هم ځان وچووه.

غزنی

بل خوا په غزني ولایت کې نښتو او د ماین چاودنې لږترلږه دوه ماشومان، څلور پولیس او درې طالبان وژلي دي.

د غزني ده هیک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله درې سیمه ییز پولیس وژل شوي، خو د قره باغ ولسوالۍ اړوند خان زمان خېلو سیمه کې د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ نښته شوې.

فاریاب

دغه راز د فاریاب ولایت له المار ولسوالۍ دوه تنه اوسیدونکي چې ویل کیږي د یوه نوماند په کمپاین کې د ګډون لپاره میمنې ته روان وو په لار کې وسله والو کسانو وژلي دي. په دغې پېښې کې اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

کونړ

بله غاړه د ختيځ کونړ ولایت غازي اباد سیمه ییزو پولیسو پوستې ته پر خره بار چاودېدونکي توکي چوول شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دا پېښه غرمه مهال یوولس بجې شوې ده.

دا په کونړ ولایت کې د خپل ډول لومړنی برید دی چې د حیواناتو په وسیله ترسره کېږي.

پرون (یکشنبه/ وری ۱۰) د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله باجوړ ته نژدې اورپکو د سرحدي پولیسو پر پوستو برید کړی، چې یو سرحدي پولیس په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

طالبانو ته هم دومره مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته مطالب