د بلوچستان خضدار کې درې نور مړي موندل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بلوچ قوم پرست ډلو ادعا کړې چې هلته له سلو نه تر یونیم سلو پورې جسدونه موجود دي.

د پاکستان بلو چستان ایالت خضدار ولسوالۍ اړونده توتک سیمه کې چې ډله ییز قبرونه په کې موندل شوي، درې نور مړي په کې موندل شوي دي.

د توتک له دغې سیمې نه د جنورۍ پر ۲۴مه له یوه ډله ییز قبر د ۱۳ وګړو جسدونه موندل شوي وو او له دغو درو جسدونو سره د مړو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

د بلوچستان د کورنویو چارو او د بلوچستان د قبایلي چارو وزیر اسد ګیلاني د درو جسدونو موندل تصدیق کړل او بي بي سي ته یې وویل، د دې جسدونو د شتون په اړه یوه سیمه ییز کس د خضدار د کمشنیرۍ مرستیال ته خبر ور کړی وو.

نوموړي وویل، چې حکومتي چارواکو د توتک دغه سیمه پلټلې اود کیندنو په پایله کې یې درې جسدونه موندلي.

د سرچینو په وینا، د پلټنو په وخت کې دوه جسدونه په یو ځای کې وو او دریم جسد ترې لږ لیرې و.

د روغتون چارواکو په وینا دا جسدونه د پيژندنې وړ نه دي، شپږ میاشتې پرې تېرې شوې دي.

۱۳ مسخ شوي مړي

د یادونې وړ ده چې د خضدار په توتک سیمه کې د جنوري په ۲۴ یو ډله ییز قبر وموندل شو چې د نظامي چارواکو په وینا له دې قبرنه ۱۳ مسخ شوي جسدونه ترلاسه شوي.

د دې ډله ییز قبر تر موندلو وروسته د بشري حقونو سازمان، د بلوڅانو ملي سازمانونو او د بلوچو حزب اعتراضونه وکړل.

د بلوچ قوم پرست ډلو ادعا کړې چې هلته له سلو نه تر یونیم سلو پورې جسدونه موجود دي. د بلوچستان حکومت د ډله ییز قبر او له هغه نه د ترلاسه شو جسدونو د پېښې او د دې پېښې د څېړنو په اړه د بلوچستان د ایالتي محکمې د مشر په ګډون یوه ځانګړې محکمه جوړه کړی وه.

د محکمې د اجازې ترلاسه کولو وروسته د جنورۍ په ۲۴ مه د ۱۳ موندل شویو جسدونو نه ۱۱ یې چې د پېژندنې وړ نه وو، نظامي چارواکو د خضدار ښار رسمې هدیره کې یو ځای خاورو ته وسپارل او دوه نور جسدونه چې پيژندل شوي وو، خپلو خپلوانو ته یې سپارلي وو.

دغه دوه جسدونه د هغو وګړو وو چې په اواران سیمه کې اوسېدل.

تېره ورځ د بلوچستان د ایالتي محکمې مشر قاضي محمد نور مسکانزي د توتک د سیمې د ډله ییز قبر د دوسیې اړوند د شاهدانو مشاهدې ثبت کړې، د دغه کمسیون څېړنې لا روانې وې چې د توتک له هماغې سیمې درې نور مړي هم ترلاسه شول.

ورته مطالب