کابل او ولايتو کې نننۍ ټاکنيزې منډې ترړې

Image caption د ټاکنيزو منډو ترړو په لړ کې د ولسمشرۍ نوماندان له خپلو پلويانو غواړي چې رايې دوی ته ورکړي

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنيزو منډوترړو يوه بله ورځ پاتې ده.

نن د ولسمشرۍ ځېنې نوماندانو په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پراخې غونډې لرلې او خپلو پلويانو ته يې ويناوې وکړې.

د رايې ورکولو له ورځې چې د شنبې ورځ ټاکل شوې ۴۸ ساعته وړاندې بايد نوماندان خپل کمپاينونه ودروي او خلکو ته فرصت ورکړي چې خپل نوماند غوره کړي.

نن اشرف غني احمدزي په کابل، عبدرب الرسول سياف په ننګرهار، ګل اغا شيرزي په پکتيا، زلمی رسول بامیان او عبدالله عبدالله په هرات کې خپلو پلويانو ته راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.

وړانګه عليزۍ په خپل راپور کې واي، عبدرب رسول سیاف د خپل ټاکنیز کمپاین په موخه ننګرهار ولایت ته تللی وو.

ښاغلي سياف د ننګرهار خلکو ته خپل پرګرامونه او تګلارې وړاندې کړې. هغه د ټاکنو په ارزښت خبرې وکړې او دا يې هم وویل چې د مشر انتخاب هم دقیق وکړي.

نوموړې د مجاهیدونو کړنې یادې کړي او دا یې هم زیاته چې یو شمیر خلک اوسمهال په مجاهدینو يو او بل ډول نومونه ږدي.

د ولسمشرۍ بل نوماند اشرف غني احمدزي نن په پلازمینه کابل کې خپلو پلویانو ته راتلونکي پروګرامونه او تګلارې روښانه کړې.

ښوونځي تړل شوي

ښاغلي احمدزي وويل د بیان آزادي په یوه ټولنه کې مهم اصل دی او موږ نه غواړو چې له دې آزادي څخه ناوړه ګټه واخلو.

ده دا هم زیاته کړه چې کابل مالک نه لري او په خبره يې کابل د ټولو دی.

محمد شفیق ګل آغا شیرزي هم د ټاکنیزو هلو ځلو په لړ کې کندهار ته سفر درلود.

ده دغلته له خپلو ملاتړو سره دا ژمنه وکړه، که بريالی شي نو کار به وړ کسانو ته وسپاري او ضوابط به پر روابطو لوړ وګڼي.

د ولسمشرۍ یو بل نوماند زلمی رسول بامیان ولایت ته د خپل ټاکنیز کمپاین په موخه تللی و.

هغه له خپلو پلویان سره دا ژمنه وکړه که چیرته ګټوونکی شي نو د افغانستان د ابادۍ ته به ډېر کار وکړي.

د روان کال د ولسمشریزو او ولایتې شوراګانو د ټاکنو له امله په پلازمینه کابل او ولایتونو کې ښوونځي تړل شوي دي.

همدا راز د دفاع وزرات او د عامې روغتيا وزارت د ټاکنو پرمهال خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

ورته مطالب