''راتلونکو ټاکنو کې بهرنۍ لاسوهنه نه کېږي''

Image caption له دغو ټاکنو به شاوخوا ۲۰۰زره څارونکي څارنه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یونما وايي چې دا پلا به د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه نه کیږي او ترڅنګ به دغه اداره هم د ټاکنو له بهیره څارنه، نه کوي.

د دغې ادارې مشر وايي چې ملګري ملتونه به د دغو ټاکنو د ښه تر سره کیدو لپاره په فني او تخنیکي برخو کې خپلې مرستې و نه سپموي. یان کوبیش وايي که څه هم چې امنیتی ننګونې به وي، خو په خبره یې د افغان امنیتي ځواکونو چمتوالي ته په کتو داسې ښکاري چې خلک به په پراخه توګه په دغو ټاکنو کې برخه واخلي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، ملګري ملتونه وايي اوس هغه اندیښنه لرې شوې چې د ټاکنو په ترسره کیدو یا نه تر سره کیدو خبرې وشي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وايي که څه هم چې امنیتی ستونزې او ننګونې لا شته، خو د دغه هیواد د خلکو لیوالتیا ته په کتو دا څرګندیږي چې ټاکنې به سمې تر سره شي.

هغه وايي د افغان امنیتي ځواکونو له چمتوالي داسې بریښي چې د ۲۰۰۹ کال پرتله به د سږني کال ټاکنې ښې تر سره شي او ډاډ یې څرګند کړ چې په دغو ټاکنو کې به د خلکو برخه اخیستنه پراخه وي.

ښاغلي کوبیش ټینګار لاره چې دا پلا به په ټاکنو کې د بهرنۍ لاسوهنې لپاره امکانات نه وي او یوازې افغانان به د خپل راتلونکي سیاسي برخلیک په اړه پریکړه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې دغه ټاکنې د افغانستان د نړیړال باور او ویسا لپاره ډیرې اړینې دي او له خلکو یې هم غوښتنه وکړه چې په سړه سینه د ټاکنو پایلو ته غاړه کیږدي.

د ښاغلي کوبیش په وینا دا ځل به ملګري ملتونه د ټاکنو له بهیره څارنه، نه کوي، خو وايي چې ۲۰۰زره افغان څارونکي به د یو شمېر بهرنیو هغو سره یو ځای له دغه بهیره نظارت وکړي.

ورته مطالب