فيضي: يوازې يو "مشکوک" رستورانت تړل شوى

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر کرزي وياند دا سپيناوى ونه کړ چې د کومو هېوادونو د استخباراتو چارواکو دغلته ناستې کولې او کومې " دسيسې" يې جوړولې.

افغان چارواکو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ډاگه کړې ده چې يوازې یې د گندومک په نامه رستورانت په کابل کې تړلى دى.

چارواکي ادعا لري چې دغه رستورانت گواکې د بهرنيو هېوادونو استخباراتي مامورينو د خپلو پټو غونډو او دسيسو جوړولو لپاره کاراوه.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل: " دغه رستورانت تش د ډوډۍ خوړولو ځاى نه و بلکې د بهرنيو استخباراتو د مشکوکو فعاليتونو ځاى و."

ښاغلي فيضي زياته کړه چې افغان چارواکو په افغانستان کې بل کوم رستورانت نه دى تړلى.

د ولسمشر کرزي وياند دا سپيناوى ونه کړ چې د کومو هېوادونو د استخباراتو چارواکو دغلته ناستې کولې او کومې " دسيسې" يې جوړولې.

افغان چارواکو دا هم نه دې ويلي چې دغلته يې د دوى په وينا بهرني استخباراتي کارکوونکي نيولي که نه؟

ويل کېږي چې د افغانستان د کابينې په غونډه کې د ملي امنيت سلاکار د دغه رستورانت په باب اندېښنه ښوولې وه او له هغه وروسته دغه گام پورته شوى دى.

وړاندې په لويديځو رسنيو کې رپوټونه خپاره شوي وو چې گواکې د انتخاباتو په ورځو شپو کې د امنيت لپاره د بهرنيانو پر تگ راتگ محدوديتونه لگېدلي.

رپوټونو دا هم ويل چې د بهرنيانو د ورتگ رستورانتونه هم د امنيت له امله تړل شوي دي.

د گندومک رستورانت د طالبانو د حکومت له نسکورېدا راهيسته په کابل کې فعاله دى چې ډېر ورته کابل مېشتي بهرنيان ورځي.

څو کاله وړاندې هم دغه رستورانت د افغان چارواکو له خوا تړل شوى و خو بیا بيرته پرانيستل شو.

ورته مطالب