مارچ، امریکایانو ته بې مرګ ژوبلې میاشت

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته پوځیان واستول.

د امریکا دفاع وزارت وايي، په تېره مارچ میاشت کې افغانستان کې هېڅ کوم امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

پنتاګان وايي، له ۲۰۰۷ راهیسې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان کې د یوې میاشتې پره اوږدو کې امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دا مهال نژدې ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونه افغانستان کې دي، چې دا شمېر په ۲۰۱۱ کال کې ۱۰۰۰۰۰ و.

د روان کال په دسمبر کې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي، خو هغه چې پاتې کېږي، د افغان ځواکونو روزنه به مخته وړي.

امریکا په ۲۰۰۱ د طالبانو له واکمنۍ ړنګېدو وروسته، افغانستان ته پوځیان واستول.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته پوځیان واستول.

که څه هم هغه مهال د طالبانو واکمني ژر ړنګه شوه، خو د بهرنیانو او افغان لنډمهالي حکومت پرضد یې بریدونه پیل کړل.

د پنتاګان شمېرې ښيي چې په تېر ۲۰۱۳ کال افغانستان کې ۱۳۲ امریکايي پوځيان وژل شوي وو، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې ۳۱۳ او تر هغه مخکې په ۲۰۱۱ کال ۴۱۵ وه.

ورته مطالب