''ټاکنيز کمپاين کې رسنيو اصولي عمل کړی''

د انځور حقوق
Image caption د رسنيو د څار څانګه وايي يو شمېر رسنيو وړې سرغړونې کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اډانه کې د رسنیو د څار کمېسیون په خپل اونیز راپور کې ویلي چې، ډېری رسنیو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د دوی له لایحې سره سم عمل کړی، خو وايي ځینو یې سر غړونې هم کړې دي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، د کميسیون په راپور کې پر یو شمېر کاندیدانو هم تور پورې شوی، چې رسنیو ته یې د خپلو تبلیغاتو په بدل کې تر اوسه حق الزحمه نه ده ورکړی.

د کمېسیون چارواکي وايي د چهارشنبې شپې له نیمايي وروسته، چې د ټاکنو کمېسیون له کاندیدانو وغوښتل چې خپل رسنیز کمپاینونه پای ته ورسوي، په ورته مهال له رسنیو هم وغوښتل شول، چې د رسنیو لایحې سره سم عمل وکړي، خو وایي ځینو رسنیو د شنبې په ګهیځ هم د کمپاین اړوند خپرونې په تکرار خپرولې.

د کمېسيون د رسنيو د څانګې مسووله فريده نيکزاد وايي د یو شمېر رسنیو نومونه يې یادښت کړې دي.

دا وايي: ''فکر کوم اوس به له وخته مخکې وي، ځکه موږ بل خبرې کنفرانس هم لرو، که وګورو، چې هېر شوي یې وي او یا متوجه شوي نه وي. موږ هیله کوو، چې ټولې رسنۍ دا مراعت کړي او که نه نومونه به يې افشا شي او د دغې تصویب شوې لایحې او د ټاکنو قانون له ۶۱ مادې سره سم به ورسره چلند وشي''.

کمېسیون د ټیلیفونونو له لارې سروې کول یا د رایې اچونکو نظر معلومول ناسم کار وباله او وايي د یو څو زرو کسانو نظر معلومول د افغانستان د ټول نفوس خورا لږه برخه ده او یوازې د هغو میلیونونو کسانو د نظر استازیتوب هم نه کوي، چې مبایل ټیلیفونونه لري.

د یاد کمېسیون غړی نجیب الله اڅکزی وايي داسې راپورونه هم ور رسېدلې دي، چې ګواکې ځینو کاندیدانو رسنیو ته د اعلانونو په بدل کې حق الزحمه نه ده ورکړې.

د ټاکنو کمېسیون د رسنیو څار کمېسیون چارواکي وايي د رسنیز کمپاین مودې کې یې پر رسنیو د څار په اړه هره اوونۍ رپوټ تر لاسه کاوه او رسنیو کې یې د ټاکنیز کمپاین بشپړه څارنه کوله.

خو بل لور ته خپله د دغه کمېسیون قانوني حیثیت په باب هم د افغانستان په ځینو کورنیو رسنیو کې یو شمېر پوښتنې راپورته شوې، چې په ځواب کې یې د یاد کمېسیون چارواکي وايي د دوي اداره د ټاکنو کمېسیون په چوکاټ کې دننه د ټاکنو له قانون سره سم رامنځته شوی دی.

ورته مطالب