خوست کې افغان پوليس بهرنۍ خبرياله وژلې

Image caption د اسوشېټېډ خبري اژانس خبریالانې چې یوه یې وژل شوې او بله یې ټپي ده. په دې تصویر کې ښې خوا ته خبریاله وژل شوې.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په خوست ولايت کې افغان پوليس يوه بهرنۍ خبرياله وژلې او بله يې ټپي کړې ده.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته وویل، بريدګر پوليس نيول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

د عامه اړيکو په برخه کې د خوست د والي سلاکار بريالي روان بي بي سي ته وويل دغه پېښه نن (جمعه، مارچ ۴مه) سهار ۱۰:۴۵ دقيقې په تڼيو ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

دغو دوو ښځېنه خبريالانو د اسوشېټېډ پرس له خبري اژانس سره کار کاوه چې يوه يې عکس اخيستونکې او بله يې خبرياله وه.

اسوشېټېډ خبري اژانس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د ټپي شوې خبريالې روغتيايي وضعيت ښه دی.

بريالی روان وايي دغه خبريالانې د تڼيو ولسوالۍ په مرکز کې د ملکي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو په شتون کې وژل شوي دي.

ښاغلی روان وايي دغو خبريالانو غوښتل چې د سيمې له ځايي خبريالانو سره يو ځای د تڼيو په ولسوالۍ کې د ټاکنو د بهير په اړه راپورونه چمتو کړي.

تڼي د خوست هغه ولسوالي ده چې د نورو ولسواليو په توپير يې امنيت خورا ټينګ دی او تر دې مخکې د دا وړ پېښې شاهده نه وه.

د تڼيو ولسوالي د خوست له مرکز متون نه جنوب لويديځ لوري ته په شاوخوا ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

د انځور حقوق
Image caption هغه سراچه موټر چې وژل شوې خبریاله پکې سپره وه.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې پر سرينا هوټل د بريد په پايله کې د فرانسې د خبري اژانس خبريال سردار احمد له خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره ووژل شول.

له دغې پېښې مخکې د کابل په وزير اکبر خان سيمه کې ناپيژاندو وسله واو يو سويدنی خبریال وواژه.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د شنبې د ورځې ټاکنو امنیت لپاره نژدي ۲۰۰ زره ځواکونه ځای پرځای شوی دي.

په افغانستان کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايي په دغه هېواد کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راپدېخوا د تر ټولو سترو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د انتخاباتو امنیت نیول شوی دی.

ورته مطالب