افغانستان ۱۳ کاله وروسته

د افغانستان ولس نن (د اپرېل ۵ مه د وري ۱۶ مه) له حامد کرزي وروسته د خپل لومړي نوي ولسمشر لپاره رايې ورکړې.

دا به د افغانستان تاريخ لومړی ځل وي چې په ډيموکراټيک ډول واک ته رسېدلی ولسمشر بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک لېږدي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د جګړې، بمباريو او ځانمرګو بريدونو پر مهال لسګونو زره خلک وژل شوي او په ميليارډو ډالر په دې هڅه لګول شوي چې د دغه هېواد لپاره يو سوله ييز راتلونکی خوندي کړي.

نفوس

د نړيوالو شمېرو له مخې د افغانستان نفوس ۳۱،۳ میليون وګړي اټکل شوی، چې په چټکۍ زياتېدونکی دی.

افغان ښځې په کم عمر کې واده کېږي، او په منځنۍ کچه پنځه ماشومان زېږوي.

د امريکا استخباراتي اېجنسۍ سي ای اې نړيوالې اروزنې د کتاب له مخې دغه هېواد په نړۍ کې د ماشوم زېږونې تر ټولو لوړه کچه کې راځي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې شاوخوا درې نيم میليون وګړي اوسېږي، چېد ددغه هېواد تر ټولو ستر ښار دی. پر دې سربېره کابل يوازېنی داسې ولايت هم دی چې ښاريان د کليوالو استګنو پرتله زيات دي.

د ملګريو ملتونو د شمېرو له مخې ۷۶ سلنه افغانان لا تر اوسه په کليوالو سيمو کې اوسېږي.

پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم بلل کېږي، چې د بېلابېلو شمېرو له مخې ۴۵ سلنې ته رسېږي، تاجکان په ۲۷ سلنه دويم لوی قوم ، ازبکان نهه، هزاره ګان هم نهه، ايماق څلور، ترکمن درې، بلوڅ دوه او نور قومونه څلور سلنه بلل شوي دي.

کوچيان هم يونيم میليون اټکل شوي دي.

پوهنه او زده کړه

د انځور حقوق Getty

له واکه د طالبانو لرې کولو راهيسې د زده کړې او پوهنې نظام د افغانستان يو تر ټولو سترو برياليتونو ګڼل کېږي.

نړيوال بانک وايي په ۲۰۰۱ کال هېڅ نجونې هم کوم رسمي ښوونځي ته نه تلې، او يوازې يو میليون هلکان ښوونځيو کې شامل وو.

دغه بانک زياتوي په ۲۰۱۲ کال کې ۷،۸ میليونه زده کوونکي ښوونځيو ته تلل، چې ۲،۹ میليون يې نجونې وې.

خو بيا هم ډېر ښوونځي لا تراوسه په کېږديو، کورونو او تر ونو لاندې چلېږي. نړيوال بانک وايي له ۱۸۰ زره ښوونکو، يوازې ۵۲٪ يې د لږترلږه اړينو معيارونو لرونکي دي، او پاتې يې د خدمت پرمهال روزل کېږي.

د ثانوي ښوونځي پړاو کې د نجونو له لوري د زده کړې پرېښودلو کچه لا تر اوسه خورا لوړه ده.

له ۱۵ کلنۍ پورته عمر نژدې ۴۰٪ سلنه ليک لوست کولی شي، چې په نړۍ کې یو تر ټولو ټيته کچه بلل کېږي.

ښځې

د انځور حقوق Reuters

په افغانستان کې د ښځو وضعيت په ښه کېدو دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونې ښوونځيو او کار ته له تلو منع کېدې.

د نړيوال بانک تازه شمېرې ښيي ۳۶ سلنه نجونې اوس ښوونځيو کې شاملې دي، که څه هم ډېرې يې خپلې ثانوي زده کړې نه بشپړوي، او له ۲۰۰۷ کال راهيسې شمېرې ښيي ۵۲ سلنه نجونې د خپل عمر په ۲۰ کلنۍ واده شوې دي.

روغتیا

د افغانستان روغتيايي نظام کې هم ستر ښه والی راغلی دی.

د ژوند اټکل له ۵۶ نه ۶۰ کلونو ته لوړ شوی دی.

بل ستر پرمختګ هم تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومانو او ميندو د مړينې کچې ټيټېدا ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د څښاک وړ پاکو اوبو ته لاسرسی د ټولو وګړو له ۴،۸٪، په ۲۰۱۱ کال کې ۶۰،۶٪ ته لوړ شوی دی.

د واکسينولو هلې ځلې هم په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ له منځه وړلو پر لور روانې دي، چې لا تر اوسه يو له هغو هېوادونو دی چې دغې ساري شلوونکې ناروغۍ نښې په کې پاتې دي.

په ۲۰۱۳ کال کې د دغې ناروغۍ ۱۴ پېښو راپور ورکړی شوی، چې د ۲۰۱۲ کال له ۳۷ پېښو خورا ټيټې شوې دي.

اقتصاد

د انځور حقوق AFP

د افغانستان تر ټولو ستر صادرات لا هم نشه يي توکي بلل کېږي، سره له دې چې د بزګرانو د هڅولو لپاره د مليونو ډالرو په لګښت زيار ايستل شوی، چې د دغو نشه يي توکو د توليد له بوټي کوکنارو له کر واوړي.

په نورو صادراتو کې تازه او وچه مېوه، لاسي اوبدل شوې غالۍ او وړۍ بلل کېږي.

ويل کېږي، افغانستان د طبيعي غازو په ګډون د مېنرالونو شتمنې زېرمې لري، چې د تېرو څه د پاسه درو لسيزو ناراميو له امله ترې ګټه نه ده اخيستل شوې.

افغانستان په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو دی، چې تر ټولو کمه انرژي کاروي.

د افغانستان نفوس

۴۲٪ سلنه وګړي له ۱۴ کلنۍ ټیټ عمر لري

د ماشوم زېږونې وړتيا کچه

په نړۍ کې ۱۰ مه تر ټولو لوړه کچه

قومي جوړښت

پښتانه ۴۵٪ سلنه

تاجکان ۲۷٪ سلنه

اوزبکان ۹٪ سلنه

هزاره ۹٪ سلنه

ايماق ۴٪ سلنه

ترکمن ۳٪ سلنه

بلوڅ ۲٪ سلنه

پوهنه

ښوونځیو کې شامل ماشومان

۲۰۰۱ ٪۲۱ سلنه

۲۰۱۱ ٪۹۷ سلنه

نجونې چې ښوونځی ته ځي

۲۰۱۲/۲۰۱۳- ۳۶٪ سلنه