شکایتونو کمېسیون سره ۱۶۲ شکایتونه ثبت شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له ټاکل شوې مودې وروسته بیا څوک د شکایت حق نه لري. نادرمحسني

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایې د تېرې ورځې له ټاکنو وروسته له دوی سره ۱۶۲ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي چې ډېری یې په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د مرکزونو نشتوالي، د ورځې په اوږدو کې د رایې پاڼو لږوالی او ځینې نور شکایتونه وو، چې وايي دوی به یې په اړه څېړنې کوي.

د افغانستان ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو پایلې د ټاکنیزو شکایتونو تر ارزولو وروسته په ډاګه کېږي.

زموږ همکاره زمزمه نیازۍ له کابله خپل رپوټ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسيون له قوله وايي، دوی داسې تمه نه لرله چې د ټاکنو له تر سره کېدو وروسته دې د دغه بهیر په اړه په دومره لږه کچه شکایتونه ورسیږي.

د دغه کمېسيون ویاند نادر محسني وايي تر دې دمه له ټول افغانستانه دوی ته ۱۲۶۹ شکایتونه رسیدلي، چې له دی ډلې ۱۱۰۷یې د ګرځنده ټیلیفونونو له لارې دوې ته رسیدلي دي او ۱۶۲ شکایتونه په رسمې ډول له دغه کمېسيون سره ثبت شوي دي.

ښاغلی محسني وايي په دغو شکایتونو کې په ټاکل شوي وخت د ځینو مرکزونو نه پرانیستل کېدل، په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د مرکزونو کموالی، د ورځې په اوږدو کې د ټاکنیزو پاڼو ختمېدل، ځینو ځانګړو کاندیدانو ته د یو شمیر ناظرانو له خوا د رایې ورکونکو هڅونه او په ځینو برخو کې د ټاکنو د کمېسيون د ځینو کارکونکو ناسم چلند شامل دي.

ښاغلي محسني وویل د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت لړۍ د رایې ورکولو له پای ته رسیدو سره سم، د شپې له ۱۲ بجو پیل شوې چې دوې ورځې به دوام وکړي په همدې موده کې د افغانستان له ګوټ ګوت نه هر څوک کولې شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون سره ثبت کړي او له خپل شکایت سره هغه اسناد هم مله کړي چې د ارزولو پر مهال یې څېړل ګران نه وي.

هغه دا رنګه وویل چې له ټاکل شوې مودې وروسته بیا څوک د شکایت حق نه لري.

د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون د قانون له مخې تر هغې پورې چې ټول شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا نه وي ارزول شوي، د ټاکنو پایلې نه جوتیږي.

د رایو شمېرني او شکایتونو ارزول به له نن نه د غوايي میاشتې تر ۷ نېټې وغځیږي او دغه پلټني به د غویي د میاشتې په ۱۷ نېټه وروستۍ شي، چې وروستۍ پایلې به یې د غوايي په ۱۸ اعلانه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسيون همداراز وایي د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د غوایي په څلورمه نېټه او روستنۍ پایلې به د غوایي په ۲۴ نېټه په ډاګه شي.

ورته مطالب