د ۲۱ ولایتونو رایې کابل ته رسېدلې

Image caption د رایو شمېرل پر دوشنبې (وری ۱۸) پیل شول.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي له ۲۱ ولایتونو د رایو صندوقونه کابل ته راوړل شوي او په کابل کې به در ایو شمېرل نن پیل شي.

ددغه کمیسیون چارواکي وايي لومړی به د پلازمینې کابل او له هغه وروسته د کابل په ګاونډ کې د نورو ولایتونو رایې وشمېرل شي.

د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د تېرې شنبې پر ورځ (وری ۱۶/اپرېل ۵) وشوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل خبریالانو ته وویل، چې د هېواد له ۲۱ ولایتونو د رایو صندوقونه کابل ته لېږدول شوي: ''له ۲۱ ولایتونو د رایو صندوقونه کابل ته راوړل شوي، د نژدې ۵۳۰ مرکزونو د رایو صندقونه پر لار دي، هیله من یو چې ژر کابل ته راورسېږي''.

ښاغلي امرخېل دا هم وویل چې قسمي پایلې به تر راتلونکو شپږو ورځو پورې اعلان شي، خو وروستۍ پایلې به د غويي پر ۲۴ اعلان شي:

''موږ د ټاکنو پایلې په درو پړاوونو کې اعلانوو، قسمي پایلې، ابتدايي پایلې او وروستۍ پایلې. وروستۍ پایلې به د راتلونکي غويي پر ۲۴ وروسته تر هغه اعلان شي، چې د ټاکنیزو شکایتونو ارزوونکی کمیسیون ټول شکایتونه وارزوي، او قسمي پایلې به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا تر شپږو ورځو پورې اعلان شي''.

د ټاکنیز کمیسیون د دارالانشاء مشر وویل، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو نوماندانو ته ډاډ ورکوي، چې د رای شمېرنې بهیر به د څارونکو په حضور کې ترسره او پایلې به یې اعلان شي.

Image caption د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په تېره شنبې وشوې.

د افغانستان حکومت اعلان کړی، چې په تېرو ټاکنو کې تر اوو میلیونو ډېرو کسانو رایې اچولې دي.

د تېرو ټاکنو څارنې لپاره نژدې ۳۵۰ زره څارونکي ګومارل شوي وو.

افغانستان ته د ټاکنو روسي څارونکو ویلي، چې دغه ټاکنې د هېواد له قوانینو سره سمې ترسره شوې.

افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایې د تېرې ورځې له ټاکنو وروسته له دوی سره ۱۶۲ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي چې ډېری یې په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د مرکزونو نشتوالي، د ورځې په اوږدو کې د رایې پاڼو لږوالی او ځینې نور شکایتونه وو.

ورته مطالب