تر ۲۰۰۰ ډېر ټاکنیز شکایتونه شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د قانون له مخه د ټاکنو د لومړیو پایلو تر جوتېدا مخکې باید دغه ټول شکایتونه وارزول شي چې کره شکایتونه به پر پایلو هم اغېز ولري.

د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون وايي چې د وررسېدلو شکایتونو ارزونه روانه ده، چې ښايي بشپړتیا یې د ټاکنو پایلې هم اغېزمنې کړي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې وايي، د یاد شوي بنسټ ویاند نادر محسني پرون وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه يې ۱۱۲ او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ۱۶۶لیکلي شکایتونه ترلاسه کړي، خو په وینا یې د تیلېوني شکایتونو په ګډون د ټولو شکایتونو شمېر له ۲۰۰۰ اوړي:

''تر دې مهاله په ټوله کې په ولایتونو او مرکز کې د شکایتونو اورېدو کمیسیون ۲۱۲۴ شکایتونه ترلاسه کړي دي، له دې ټولګې ۱۱۲ له ولسمشریزو ټاکنو، ۱۶۶ د ولایتي شورا له نوماندانو، او ۳۷۰ شکایتونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي، همدا راز ۱۴۷۶ تیلیفوني شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د بنسټ له خوا ثبت شوي دي. باید ووایو چې دا شکایتونه شېبه پر شېبه مخ په ډېرېدو دي''.

افغان وګړي حق لري چې د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې پورې خپل شکایتونه اړوند کمیسیون ته وسپاري ځکه چې بیا یې موده پای ته رسېږي.

سربیره پر دې، په یو شمېر سیمو کې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزونو نشتوالی، د رای پاڼو ختمېدل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ناوړه چلند، د یو شمېر څارونکو له خوا یوه ځانګړي نوماند ته د خلکو هڅول،کلپي رای کارول او نور له هغو شکایتونو دي، چې د ټاکنیزو شکایتنو اورېدو کمیسیون ثبت کړي دي.

د شکایتونو اوریدو کمیسیون مشر ستار سعادت وویل چې دغه ټول شکایتونه به اروزل کیږي:

''نن موږ وغوښتل چې د کاندید صاحبانو په حضور کې دوی ته ډاډ ورکړو، هغه قانوني سرغړونې چې شوې، موږ یې ارزوو او عادلانه به یې ارزونه وکړو د دوی وړاندیزونه او اندېښنې به واورو''.

ښاغلي سعادت په دغه غونډه کې د هغو نوماندانو استازو ته د خبرو کولو اجازه ورنه کړه چې خپله نوماند یا مرستیال یې نه و ورغلی.

د قانون له مخه د ټاکنو د لومړیو پایلو تر جوتېدا مخکې باید دغه ټول شکایتونه وارزول شي چې کره شکایتونه به پر پایلو هم اغېز ولري.

د انځور حقوق AP
Image caption افغان وګړي حق لري چې د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې پورې خپل شکایتونه اړوند کمیسیون ته وسپاري
د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو وروستۍ پایلې د راتلونکي غويي پر ۲۴ اعلانېږي.
د انځور حقوق AFP
Image caption په یو شمېر سیمو کې د رای کارونې د مرکزونو، نشتوالی، د رای پاڼو ختمېدل او کلپې رایې کارولله دغو شکایتونو څخه ګڼل شوي.

ورته مطالب