د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د انځور حقوق
Image caption د لوړو زده کړو وزارت وایي د سږ کال د بریالیتوب معیار نومرې ۱۷۶ دي په دغه ازموینه کې لوړه نومره په (۳۵۲) نومرو سره د بلخ ولایت یوې نجلۍ اخیستې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو پوهنتونو ته د کانکور پایلې اعلان کړې.

په دغه آزموینه کې له ۲۶۰زرو ډېرو زده کوونکو ګډون کړی و چې له دې ډلې څخه ۱۱۰زره کسان بریالي شوي، چې ۵۵ زره لوړو زده کړو او ۵۵ زره نورو یې د نیمه لوړو زده کړو پوهنتونو ته لاره پیدا کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت وایي د سږ کال د بریالیتوب معیار نومرې ۱۷۶ دي په دغه ازموینه کې لوړه نومره په (۳۵۲) نومرو سره د بلخ ولایت یوې نجلۍ اخیستې ده.

د لوړو زده کړ وزیر عبیدالله عبید د تېرې سې شنبې په ورځ (وری ۱۹) کابل کې خبریالانو ته وویل، ټول ټال ۱۱۰ زره کسان لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي.

سږنۍ کانکور ازموینه له یو لړ ستونزو سره مخامخ وه، چې تر ډېره په کې د درغلیو خبرې او ادعاوې کېدې.

ان دا ادعاوې هم شوې، چې ګني د کانکور پوښتنې پېرل شوې دي، چې په لړ کې یې ځینو ولایتونو کې لاریونونه هم وشول.

ورته مطالب