د ۳۱ ولایتونو رای پاڼې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلې

د انځور حقوق AFP
Image caption وړاندې تر دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي وو چې د ټاکنو په تړاو د شکایتونو د منلو وخت پای ته رسېدلی دی.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو په پلازمینه کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د رایو د پایلو پاڼې د لېږد بهیر په چټکۍ سره روان دی.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب لیکي، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند نور محمد نور په وینا د کابل پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو څخه د دغو پاڼو یو ستره برخه مرکز ته لېږدول شوې ده او د پاتې نورو ولایتونو څخه به په یوې اونۍ کې پایلو ټولې پاڼې پلازمینې ته ولېږدول شي:

''زموږ د پلان پربنسټ باید د اپرېل پر شپاړسمه د رایو ټولې پاڼې مرکزي دفتر کې وي، چې وکړای شو لومړنۍ پایلې اعلان کړو''.

د افغانستان له ۲۲ ولایتونو د رایو د پایلو پاڼې د هوا او له ۱۲ نورو ولایتونو د ځمکې له لارې مرکز ته ورسول شي.

د ښاغلي نور په وینا دوی رای پاڼو د زیان د اوښتو د مخنیوي لپاره، هغه ولایتي دفترونو ته رسولي او تر سختو امنیتي تدبیرونو لاندې دي:

''په ۳۱ ولایتونو کې مو د رای پاڼو په شمول ټول حساس مواد له سیمه ییزو مرکزونو خپلو ولایتي دفترونو ته لېږدولي او زېرمه شوي، دا کار مو له دې کبله کړی، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته ځي، باید له دې ټولو موادو بیا ګټه واخیستل شي، دویم دا چې زموږ حساس ټاکنیز توکي باید د هېچا لاس ته ونه لوېږي''.

وړاندې تر دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي وو چې د ټاکنو په تړاو د شکایتونو د منلو وخت پای ته رسېدلی دی.

او په ټوله کې دوی ۳۱۰۳ شکایتونه له ټول هېواده ثبت کړي دي چې له هغې ډلې ۷۷۲ شکایتونه د ټاکنو د کمیسیون او شکایتونو د کمیسیون د کارکوونکو په تړاو دي.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي که د دغو کسانو په اړه شواهد ترلاسه شي نو له هغوی سره به قانوني چلند وکړي او عدلي او قضايي ادارو ته به یې وروسپاري.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي پایلې په راتلونکو دوو یا درو ورځو او لومړنۍ پایلې د غوايي یا ثور په څلورمه نېټه اعلان شي.

ورته مطالب