ملي امنيت: د ټاکنو لسګونه ګډوډوونکي مو نيولي

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی مشعل وايي د نيول شويو لويه برخه افغانان دي، خو پاکستاني وګړي هم په کې شته

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایې د ټاکنو بهير پر مهال يې له ۲۵۰ زیات وسله وال مخالفين یې نیولي او ادعا يې دا ده چې ټول د ډیورند له کرښې پورې غاړې د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو لپاره راغلي وو.

ملي امنيت وايي د دغو ډلو په لیکو کې چې ډېری يې افغانان او يو شمېر پاکستانيان هم په کې دي ماین ښخونکي، ځانمرګي او توغندي ویشتونکي شامل وو چې له وسلو او مهماتو سره يو ځای نیول شوي دي.

وړانګه عليزۍ په خپل راپور کې کاږي، په تیر کې هم افغان حکومت د خپلو ګاونډیو هیوادونو په استخباراتي او پوځي کړیو ورته تورونه لګولي، خو هره پلا د دغو هیوادونو له خوا رد شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې که څه هم نيول شوي کسان خبریالانو ته و نه ښودل، خو ادعا یې دا وه چې د دوی د ځواکونو له خوا ټول نیول شوي کسان د ترهګریزو بریدونو لپاره افغانستان ته راغلي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وايي چې د دغو بريدګرو موخه د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر ګډوډول او په خلکو کې ویره اچونه وه.

ښاغلي معشل زیاته کړه چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو خوندیتوب امنیتي ځواکونو په ځانته سر نیولی و او د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې دغو ځواکونو تر سره کړل ګڼ وسله وال مخالفین یې هم وژلي دي.

هغه دارنګه وویل دا مهال په ټول افغانستان کې امنیتي مسولیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او په وینا یې چې دغه ځواکونه دا مهال د وسله والو مخالفینو په وړاندې مقاومت کولای شي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه چې دوی یوازې په کابل کې ۲۶۲ وسله وال مخالفين له وسلو او ځانمرګو بريدونو سره نيولي دي.

بله غاړه د طالبانو له خوا بي بي سي ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغې ادعا تردید شوی او هغه یې له حقیقته لرې بللې ده.

ورته مطالب