افغانستان کې ملاریا ۹۷ سلنه کمه شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption هرکال د هوا په تودېدو سره افغانستان کې ملریا او کال دانې لېږدوونکې حشرې د هېواد بېلابېلو سیمو ته دغه ناروغي لېږدوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزات وايي، چټکو روغتیایي خدمتونو په تر سره کیدو او خلکو ته د عامه پوهاوي پرمټ د ملاریا او کالدانې د ناروغانو کچه ۹۷ سلنه ټیټه شوې او هڅه یې دا ده چې په نورو کلیو بانډو کې هم پر دغو ناروغیو د اخته کیدو مخنیوی وکړي.

کابل کې زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ پخپل راپور کې لیکي، د عامې روغتیا وزارت وايي افغانستان کې د ملاریا او کالدانې د ناورغانو د درملنې لپاره پوره اسانتیاوې په واک کې لري.

دوی وايي چې په ملاریایي سیمو کې د ماشو ضد جالیو د ویش مخامخ دی او هومره مالي اماکانات نه لري چې پر مټ یې وکولای شي دغه ناورغي په چورلټ ډول له منځه یوسي.

د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې له درې لکو زیات کسان د ملاریا په ناورغۍ اخته شوي وو خو ۴۸۰۰۰ زره وګړي د لابراتوري معاینې په بنسټ تائید شوه، چې د تېرو کلونو په پرتله ۹۷ سلنه کمښت په کې راغلی.

د عامې روغتیا وزارت یو چارواکی ډاکټر ولید صدیقي وايي چې د ملاریا په ناورغۍ د اخته کیدو په مخنیوی کې د کموالي اصلي لامل عامه پوهاوی دی چې تر ډېره بریالی هم و.

ملاریا او کالدانه هغه ناورغۍ دي چې په افغانستان کې هر کال زیات وګړي پرې اخته کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د ملاریا ناروغۍ مخ په ختمېدو ده، خو د دوی زیاته پاملرنه به د دې ناروغۍ په اړه د افغانستان ختیځ او سوېل خواته وي؛ ځکه چې په ۲۰۱۳ کال کې د ثپت شوو شمیرو له مخې ۸۰ فیصده یې په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست او زابل کې نوموړې ناروغۍ ثبت شوی.

په ۲۰۱۲ کال تر ۳۹۰ زرو ډېر کسان افغانستان کې په ملاریا اخته شوي وو.

هرکال د هوا په تودېدو سره افغانستان کې ملاریا او کال دانې لېږدوونکې حشرې د هېواد بېلابېلو سیمو ته دغه ناروغي لېږدوي.

هرکال د هوا په تودېدو سره افغانستان کې ملاریا او کال دانې لېږدوونکې حشرې د هېواد بېلابېلو سیمو ته دغه ناروغي لېږدوي.

په داسې حال کې چې د اپرېل ۲۵مه د ملاريا ناروغۍ نړيواله ورځ ده، په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ له امله هرکال ۸۵۰ زره کسان مري.

د ملګرو ملتونو يونيسف اداره وايي د ملاریا له امله د مړينې ۹۰ په سلو کې پېښې په سوېلي افريقا کې دي.

ورته مطالب