افغانستان کې د ریل پټلۍ د لومړنۍ څیړنې پایلې بشپړې شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption د دې پروژې زیاتره د افغانستان په خاوره کې ده چې اوږدوالی یې ۴۹۵ کیلومترو ته رسېږي.

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکي وايي د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې ریل پټلۍ د لومړنۍ څیړنې پایلې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان کال تر پایه یې بنسټیزه سروې هم بشپړه شي.

دغه پروژه چې نژدې یو میلیارد ډالر لګښت لري، د چارواکو په وینا د افغانستان د کانونو د استخراج او ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کې ډېر اقتصادي ارزښت لري.

له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د ۶۳۵ کیلومتره په اوږدوالي د ریل پټلۍ چې افغانستان، تاجکستان او ازبکستان سره نښلوي په افغانستان کې یوه له مهمو بنسټیزو پروژو ګڼل کیږي.

د دې پروژې زیاتره د افغانستان په خاوره کې ده چې اوږدوالی یې ۴۹۵ کیلومترو ته رسېږي.

د افغانستان د ریل پټلۍ د عمومي ادارې رئیس محمد یما شمس وايي د دغې سترې پروژې لومړنۍ څیړنې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه یې اساسي څیړنه هم بشپړه شي.

ښاغلي یما زیاته کړه د دغې ریل پټلۍ ۹۰ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې ده چې نژدې د دریمې برخې بدنه یې بشپړه شوې او د افغانستان پر لور د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په افغانستان کې د دغې سترې بنسټیزې پروژې مالي لګښت د آسیا پراختیايي بانک په غاړه اخیستی.

د ریل پټلۍ دا کرښه د آقینې، اندخوی، شبرغان او مزار شریف له مسیره تېرېږي او د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان تر پولې رسېږي.

افغان چارواکي وايي د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې هیوادونو ترمنځ په یوه مهمه ترانزیتي لاره بدل شي.

د دوی په وینا د دې پروژې پلي کول به د افغانستان ځايي تولیداتو ته د لیږد او صادرولو او زمینه برابره کړي.

د افغانستان د فوایدي عامې وزارت چارواکي وايي د دې کرښې په مسیر کې د طبیعي زیرمو ستر کانونه هم شته چې د استخراج په برخه کې به یې ډېر ګټور تمامه شي.

د دغې پروژې تړون تېرکال د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې د درې واړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شو.

ورته مطالب