له اوږدې وچکالۍ وروسته هلمند سیند بیا وبهید

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر ټولو ښه خبر د هلمند سیند راختل دي، چې پایله کې یې د هامون ځنګل خړوب شوی.

له پرله پسی وچکالیو وروسته سږ کال یوځل بیا د هلمند سیند طغیانی کېدو په زرګونه کروندګر په سویل لویدیځ ولایت نیمروز کی خوشحاله کړي دي.

د اوبو کمښت له کبله په دا وروستیو څو کلونو کی د خوږو اوبو بیه ډېره لوړه او د څارویو بیې ډېر ټيټې شوې وې.

زموږ همکار محمد قاضي زاده خپل راپور کې کاږي، که څه هم د ګڼو بارانونو اورېدو پایله کې په دا وروستیو کی په نیمروز کې راوتلو سیلابونو یوشمېر خلک زیانمن کړي هم دي، خو په ټول کې وچکالۍ ځپلي خلک ورته خوشحاله دي.

تر ټولو ښه خبر د هلمند سیند راختل دي، چې پایله کې یې د هامون ځنګل خړوب شوی، چې ډيرې ونې یې په دا وروستیو کی وچې شوې.

د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ یو کرونده ګر شیرمحمد کرګیچ وايي:

' یوازې زه نه بلکې د نیمروز ولایت ټول اوسېدونکی ډېر خوشحاله دي، په دې چې دوه کاله یې سخته وجکالۍ ګاللې ده.

د دغې سیمې خلکو خپل څاروي له لاسه ورکړي وو، دغه راز یې کروندې له منځه تللې وې، له بهره وارېدېدونکي اوړه به یې پېردول، اوس له همدې کبله، چې اوبه پیدا شوې بې کچې خوشحاله یو.'

د نیمروز اوسیدونکي په اسانۍ سره د څښاک خوږې اوبه نه شی ترلاسه کولای.

تېر کال په نوموړی ولایت کی د یوه ټانکر خوږو اوبو بیه زر افغانیو ته رسیدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند سیند اوبه په پراخه کچه ایران ته بهیږي.

د نیمروز اوسیدونکي تمه لري چې حکومت د دغو اوبو د مدیریت او تنظیم لپاره کافي اقدامات وکړي.

ورته مطالب