تخار کې ځمکې ښوېدو پوره کلی ويجاړ کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption د دغه کلي اوسېدونکو ته مخکې ويل شوي و، چې له دغه ځايه بلې سيمې ته وکوچېږي

د افغانستان په شمال تخار ولايت کې چارواکي وايي د ځمکې ښووېدو له امله له ۱۰۰ زياتې کورنۍ له خپلو کورونو وتو ته اړ شوي او اوس مرستو ته اړتيا لري.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وويل چې د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيرآب کلی تېره شپه له منځه تللی دی.

ده وويل د دغه کلي اوسېدونکي په خوندي ډول له خپلو کورونو نورو سيمو ته کوچېدلي، خو خپل ټول شته يې له لاسه ورکړي.

د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي وايي دغه کلی د غره په لمن کې پروت دی او د ځمکې ښووېدو وروسته هېڅ جوړ کور نه دی په کې پاتې.

له دغې پېښې وروسته د تخار ځايي چارواکو او د مرستندويه ټولنو مسوولينو په يوه بېړنۍ غونډه کې د دغو کسانو د مرستې لپاره پروګرام جوړ کړ.

د تخار د والي وياند وايي مرستندويه ادارو په دغه غونډه کې د خواجه خيرآب کلي له ځپل شويو سره د مرستو چمتووالی وښود.

وړاندې تر دې ځينو رسنيو راپورونه ورکړي وو، چې د ځمک ښووېدنې له ځايه د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي، خو ښاغلي تيموري وويل پيدا شوي جسدونه د دې کلي نه دي.

ده زياته کړه دغه جسدونه سيلاو له نورو سيمو دغې سيمې ته وروړي، چې يو يې د يوه شپون دی او درې نور يې لا نه دي پېژندل شوي.

د خواجه خيرآب کلی د ۱۳۷۶ لمريز کال په ژمي کې هم د ځمک ښووېدو له امله ويجاړ شوی و، چې سلګونه کسان په کې مړه شوي وو.

له دغې پېښې وروسته له ځايي خلکو غوښتل شوي و، چې دغه سيمه پرېږدي او په يوه بل ځای کې مېشت شي.

ځايي چارواکي وايي د دغې غوښتنې له مخې ځينې کسان له دغه ځايه ووتل، خو ځينې نور يې لا تراوسه هم هلته دي.

ځايي سرچينې وايي په دغه سيمه کې څو ځله زلزله شوې، چې له امله يې ځمکه پر کليو او کورونو ښوېدلې ده.

ورته مطالب