"د ۱۰ سلنې رایو پایلې به پر یکشنبه اعلان شي"

Image caption رپوټونه وايي چې ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر نوماندانو سره لیدلي او غوښتنه یې ترې کړې چې ايتلافي حکومت دې جوړ کړي.

له ژمنې سره سره د افغانستان د ټاکنيزو پایلو کوچنۍ برخه پر شنبې (وری ۲۳) هم اعلان نه شوه.

د ټاکنو کميسيون چې د دغه اعلان واک لري، کرۍ ورځ په غونډو تېره کړه او له غړو سره يې تماس شونى نه و.

تر اوسه دقيقاً نه برېښي چې څه روان دي؟

د کميسيون وياند نور محمد نور پرون (جمعه) خبريالانو ته ويلي وو چې يو شمېر پايلې به د شنبې ورځې په اوږدو کې اعلان کړي.

ميليونونو افغانانو ټيک يوه اوونۍ دمخه پر همدې ورځ له گواښونو سره سره رايې ورکړې او اوس غواړي پوه شي چې د خوښې کس يې ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ته غوره شوى او که نه؟

د نتيجو په اعلان کې د ځنډ په اړه بېلابېلې گونگوسې دي.

نن ولسي جرگې پر ټاکنيزو چارواکو غږ وکړ چې خپل کار په رېښتينولۍ ترسره کړي او د ولس د رايو حق هغوى ته ورسوي.

له کابله محمود کوچي په خپل رپوټ کې وايي د پایلو نه څرګندېدل خلک یو څه اندښمن کړي هم دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته ویلي چې د کمیسیون کمشنرانو پرېکړه کړې چې د ډېرو ولایتونو لوړه سلنه اعلان کړي.

ښاغلي نور ویلي چې دغه پایلې به سبا یکشنبه (د اپریل ۱۳مه) په سیمه ییزو وخت په دریو بجو اعلان شي.

په همدې حال کې یو شمېر کتوونکي وايي چې په ټوله کې د ټاکنو د کمیسیون د چارواکو ترمنځ د نظر یووالی نشته.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل: "که نن شنبه (د اپریل ۱۲مه) د ټاکنو پایلې اعلان شوې وای نو تر ډېره به د مرکزي ولایتونو وې چې د یوه نوماند د ګټلو رایو سلنه به په کې لوړه وای."

د انځور حقوق AFP

اوس پرېکړه شوې چې د ۲۷ ولایتونو د ۱۰ سلنې یا څه باندې رایو پایلې سبا یکشنبه (د اپریل ۱۳مه) اعلان شي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د ځینو سیاسي ډلو له خوا د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون فشارونه اچول شوي چې د ټاکنو پایلې وځنډوي.

دغه راز رپوټونه وايي چې ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر نوماندانو سره لیدلي او غوښتنه یې ترې کړې چې ايتلافي حکومت دې جوړ کړي.

ویل کېږي چې ځینو نوماندانو دا غوښتنه منلې او ځینو نورو ورسره هوکړه نه ده کړې.

ورته مطالب