دکارګرو ماشومانو د انځورونو نندارتون پرانیستل کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption ناکره شمېرې ښيي، چې نژدې ۷۰ افغان ماشومان درانه کارونه کوي.

په پام کې ده چې ډېر ژر به په کابل کې د سړک پر سر د کارګرو ماشومانو په لاس د اخیستل شویو انځورونو نندارتون پرانیستل شي .

د دغه نندارتون موخه دا ده چې د دولتي او نادولتي بنسټونو پام د دغو ماشومانو شته ستونزو او هیلو ته راواړول شي.

د ځینو نا کره شمېرو له مخې اوسمهال له ۷۰ زرو نه زیات ماشومان په لارو او کوڅو کې درانه کارونه تر سره کوي، چې ډېره برخه یې د لیک لوست له نعمته بې برخې پاتې دي.

زموږ همکارې ملایکې احمدزۍ د دغه شان ماشومانو لپاره د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل رپوټ کې لیکلي، چې د افغانستان پرمختیایي او روزنیز بنسټ چې یو نادولتي بنسټ دی، دغه نندارتون پرانیزي، چې د سړک د ملایکو نوم یې ورکړی دی.

د دغه بنسټ چارواکو دغو ماشومانو ته د عکسونو اخیستلو کامرې کاروول ورزده کړي او بیا یې دوی پری ایښي چې په خپله خوښه له هر ځایه عکسونه واخلي.

د دغې پروژې یو مسول احمد صمیم فیضي وايي، د دغو ماشومانو په لاس اخیستل شوي عکسونه د دوی د بیوزلۍ، هیلو، اندونو او ناخوالو ویاندویي او انځورګري کوي .

د سړک غاړې کارګرو ماشومانو په ځان باور پیدا کول، یوازې د مسولو بنسټونو پاملرنه نه بلکې د ټولنې د ټولو قشرونو مسوولیت دی.

یوازې د څو لسیزو جګړو نه بلکې زیات شمېر دا ماشومان د بیوزلۍ له امله د سړک پر سر درنو کارونو ته اړ شوي دي،دوی یې د ماشومتوب له خوند او زده کړو نه بې برخې کړي هم دي.

ډېر شمېر دغه ماشومان وايي، که دوی ماښام تش لاس خپلو کورونو ته ستانه شي، نو د بې وزلې کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي اوان تر دې چې وهل ډبول کېږي هم.

دغه ما شومان تر ډېره اړ وځي چې له سهاره تر ماښامه په تش نس د باران، واورو او یا د سوځونکي لمر لاندې کار وکړي.

خو د دې ماشومانو ستونزې له دې سره پای ته نه رسېږي، جنسي تېری او د خلکو له خوا ترخې او رټونکې خبرې د دې لامل هم کېږي چې دوی داسې وانګیري چې دوی د ټولنې له خلکو نه ډېر لرې دي.

ورته مطالب