اروزګان کې بشري سرغړونې ۴۰٪ ډېرې شوې

اروزګان د انځور حقوق
Image caption اروزګان د افغانستان په سویل کې پروت او په پرتلیز ډول ناامنه ولایت دی.

په سوېلي ولایت اروزګان کې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون، سیمه ییز دفتر په خپل کلني راپور کې ویلي دي، چې په تېر لمریز کال کې د اوړم لمریز کال په پرتله له بشري حقونو د سرغړاوي پېښې نژدې ۴۰ سلنه ډیرې شوې دي.

په اروزګان کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر وايي چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۲ لمریز کال د بشر پر حقونو تېری کول ۳۷ سلنه ډېر شوی.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې کاږي، د یاد شوي بنسټ مشر عبدالغفار ستانکزي وویل چې تیر لمریز کال یې ۳۲۳ رسمي شکایتونه ترلاسه کړې دي چې له دې ټولګې ۵۵ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دي.

د پت په نامه وژنه

سربېره پر اجباري ودونو،نهه ښځې د پت په نامه وژل شوې هم دي،او پر دریو نوروښځو د جنسي تیریو خبر ورکړل شوی دی.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ددغه سیمه ییز دفتر د راپور له مخه د ښځو او ماشومانو په ګډون د بیلو لوریو له خوا په اروزګان کې ۷۶ کسان وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د بشر د حقونو د سیمه ییز دفتر یوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو د عاملانو د نیولو شمېرې خپرې کړي

په اروزګان کې د مدني ټولنې یو تن استازی عطاء لله افغان وايي که له قانونه د معافیت کلتور لکه د تیر په څیر پر خپل ځای پاتې شي، ښايي په راتونکي کې له بشري حقونو د سر غړاوي د پېښو کچه نوره هم مخ پورته لاړه شي.

د بشر د حقونو د سیمه ییز دفتر یوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو د عاملانو د نیولو شمېرې خپرې کړي، او ویلي دي چې پر دې تړاو ۹ کسان د پولیسو لاسونو ته ورغلي.

تر دې وخته تورنو اړخونو ددغه راپور په اړه څرګندونې نه دي کړي.

اروزګان د افغانستان په سویل کې پروت او په پرتلیز ډول ناامنه ولایت دی، چې پيښې يې تر ډیره رسنیو ته لاره نه پیداکوي، او پټې پاتې کيږي.

ورته مطالب