''فساد د افغانانو د ژوند په هر اړخ اغېز کړی''

Image caption دغې ادارې پر لويې څارنوالۍ تور لګولی چې د فساد په تړاو ورلېږل شوې دوسيې يې نه دي څېړلي

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه اداره وایي چې فساد د افغانانو د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړی دی.

زمزمه نيازۍ په خپل راپور کې وايي، چې دغې ادارې پخپل شپږ میاشتنی رپوټ کې یو شمیر ادارې د فساد پر وړاندې مبارزه کې کمزورې بللې دي.

د دغې ادارې په راپور کې د افغانستان لويه څارنوالي تورنه شوې چې ورلېږل شوې سلګونه قضیې يې تر دې دمه نه دي څېړلي.

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه اداره د خپلو یو شمیر لاسته راوړنو سره سره وايي، چې اوس هم د افغانستان په ادارو کې زیات شمېر کارکونکي په پراخه ډول په اداري فساد کې ښکیل دي.

دغې ادارې چې په یوې خبرې غونډه کې خپل پنځم، شپږ میاشتنی راپور وړاندې کاوه ځینې ادارې یې نیغ په نیغه په اداري درغلیو کې ښکیلې وبللې.

د دغې ادارې یوه غړي یما ترابي وویل چې ځینې نړیوال امنیتي ځواکونه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په چارو کې تر ټولو کمزورې ادارې دي او دغلته د فساد د مخنيوي لپاره هیڅ کار نه دی شوی.

ښاغلي ترابي زیاته کړه چې د اداري فساد په اړه د قضیو د څیړلو لپاره جدي ننګونې پخپل حال پاتې دي.

نوموړي وویل د اداري فساد په تړاو دوی سلګونه قضیې لویې څارنوالۍ ته لیږلي چې تر اوسه یې چا د څیړنو او پلټنو په برخه کې څه نه دي کړي.

Image caption افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په فساد ککړ بلل شوی دی

ده د کابل بانک د کړکیچ او سردار محمد داود خان په روغتون کې شوې درغلۍ یادې کړې چې وايي تر دې دمه په سمه توګه نه دي څیړل شوي.

خو د افغانستان د لویی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وایې هغه دوسیې چې لویې څارنوالۍ ته استول کیږي د شواهدو او اسنادو له څیړلو وروسته په قانوني توګه پلټل کیږي.

د اداري فساد پر وړاندي د څارنې او ارزونې خپلواکې ادارې اجرایوي مشر راشد بهروز وایي په ډیرو ادارو کې د اداري فساد د شته والي سره سره دوی لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي بهروز د پیسو وینځلو د قانون د نوې مسودې چمتو کول هم یاد کړل چې دوی یې په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

ده همداراز وویل ادارې یې د زورواکو په لاس د ځمکو د ولکه کولو او افغانستان ته د ناکاره درملو د واردولو په اړه هم رپوټونه چمتو کړي چې ډیر ژر به یې له خلکو سره شریک کړي.

په نړیواله کچه افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې په فساد کې د ښکېلو هېوادونو په سر سر کې ځای لري.

ورته مطالب