د ټاکنو مشکوکې رایې قرنطین کېږي

Image caption د رسېدلو شکایتونو نږدې نیمايي څېړل شوي او قرنطین شوي موارد به د رسنیو او مدني ټولنې د استازو په شته والي کې وڅیړل شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ټاکنو کمیسیون ته یې د قرنطین لپاره د هغو ۵۱۶ مواردو درغلیو لست استولی چې د یو شمېر مدني ټولنو له خوا دغه کمیسیون ته سپارل شوی دی.

د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا، دوی ته د رسېدلو شکایتونو نږدې نیمايي څېړل شوي او قرنطین شوي موارد به د رسنیو او مدني ټولنې د استازو په شته والي کې وڅیړل شي.

لکه چې سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ ټیفا او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز هغه بنسټونه دي چې د تېرې اوونۍ ټاکنې یې له نږدې څارلې.

دوی خپلې موندنې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپارلې دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي د همدې راپورونو پر بنسټ یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د هغو ۵۱۶ مواردو لست استولی چې باید قرنطین شي.

د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی ته د رسېدلو شکایتونو څخه ۸۹۲ یې په الف ګټګورۍ کې راغلي چې د شکایتونو د کمیسیون د پریکړې له مخې باید ټول قرنطین شي.

هغه وویل، دا شکایتونه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو او د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي چې شاوخوا نیمايي یې څیړل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو په اړه ۱۰۷۴ شکایتونه شوي دي.

ښاغلي محسني زیاته کړه د الف کټګورۍ شکایتونه، هغه شکایتونه دي چې په اړه یې د دوی په لاس کې کافي شواهد او لاسوندونه شته چې په خبره یې د ټاکنو په پایلو به اغېز ولري.

نوموړی وایي: "له شک پرته دغه موارد د ټاکنو پر پایله اغېز لري، دا ځکه چې دغه رایې په درغلۍ صندووقونو ته اچول شوې دي چې څېړل یې کېدای شي پایلې ښکته او یا پورته کړي او دا یوه طبیعي خبره ده. خو دا په دې معنی نه ده چې د دغو شکایتونو له امله د ټاکنو ټوله پروسه له منځه ځي، موږ په دې باور یو چې درغلۍ ډیرې زیاتې شوې، د مثال په توګه د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو په اړه ۱۰۷۴ شکایتونه شوي دا باید وڅیړل شي چې نورو ته پند وګرځي".

د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو په اړه ۱۰۷۴ شکایتونه شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند وايي، همدې ټکي ته په پام سره پرېکړه شوې چې دغه شکایتونه د زونونو په کچه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یوه غړي په حضور او شکایتونو د کمیسیون د یوه غړي تر څارنې لاندې تر سره شي.

ښاغلي محسني زیاته کړه قرنطین شوې رایې به د رسنیو، څارونکو او مدني ټولنې د استازو په وړاندې وڅېړل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته شاوخوا 3500 شکایتونه رسېدلي چې شاوخوا دوه زره یې په لیکلې او مستنده بڼه دي.

د ټاکنو کمیسیون هم د رایې ورکولو د شاوخوا ۵۰۰ ځایونو رایې قرنطین کړې دي.

ورته مطالب