د ابوطالبي پر وړاندې د امریکا قانوني بندیز

د انځور حقوق reuters
Image caption ایران د امریکا د دغې پرېکړې پر ضد شکایت کړی او هغه يې د نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

په ملګرو ملتو کې د بهرنيو هېوادونو د پلوماتانو ته د ويزې په اړه د امریکا د کانګرس له لوري تصويب شوې لايحه د ولسمشر بارک اوباما له لوري لاسليک شوې ده.

دغې لايحې اوس د ايران نوي استازي حميد ابوطالبي ته د امريکايي وېزې ورکولو په اړه د امريکا مخالفت قانوني کړ.

دا قانون د امریکا د کانګرس غړو د هغو هڅو پايله ده چې د ایران له لوري په ملګرو ملتونو کې حمید ابوطالبي ته د ویزې د نه ورکولو په اړه شوې دي.

د ولسمشر بارک اوباما له لوري د دغې لايحې لاسليکېدو اوس عملي بڼه خپله کړې ده.

ښاغلي اوباما د جمعې پر ورځ ( ۱۸، اپریل) د دې لايحې د امضا پر مهال وویل، د کانګرس سره له هغې نظريې سره همغږی دی چې وايي، هغه څوک چې په داسې کړنو کې لاس ولري نو کیدای شي د دپلوماتيک مصونیت نه په ګټې اخیستو سره امریکا ته په ورتک له دې خاورې ګټه پورته کړي.

د امریکا کانګرس دا پرېکړه له دې امله کړې چې فکر کوي په ۱۳۵۸ کال کې ابوطالبي په هغه بريد کې لاس درلود چې په پايله کې يې په ايران کې د امريکا پر سفارت بريد وشو.

په دغه بريد کې له ۵۰ زيات امريکايي دپلوماتان د ۴۴۴ ورځو لپاره په تهران کې يرغمل وو.

ایران د امریکا د دغې پرېکړې پر ضد شکایت کړی او هغه يې د نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

ښاغلی ابو طالبي د ایراني ولسمشر حسن روحاني سیاسي مرستیال دی او د دې هیواد د استازي په توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورپيژندل شوی دی.

ورته مطالب