افغانستان ایران کې د افغانانو اعدامېدل غندلي

Image caption تېر کال هم ایران د نشه يي توکو د قاچاق په تور پنځه افغانان اعدام کړي وو، چې بیا وروسته یې خپلو خپلوانو له لوري د تخار کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د څلورو افغانانو اعدامېدل غندلي دي.

ایران په اصفهان کې څلور افغانان د روان حمل/وري پر ۲۶ د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني له ایران وغوښتل، چې په اعدام د محکومو شویو نورو افغانانو سزا دې په عمري بند واړوي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، افغان چارواکو څو ځلې له ایراني چارواکو غوښتي، چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي افغانان اعدام نه کړي، خو ښکاري چې ایران یې غونښتنه بابیزه ګڼلې ده.

هغه دا هم وویل چې ایران د اعدام شویو افغانانو مړي تر اوسه افغانستان ته نه دي سپارلي، خو تهران کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دا موضوع جدي وګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداشان وویل، چې د رپوټونو پربنسټ، درې اعدام شوي کسان د شمال ختيځ تخار ولایت او یو د لوېدیځ هرات ولایت اوسېدونکي دي.

ایران تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی ښوولی.

تېر کال هم ایران د نشه يي توکو د قاچاق په تور پنځه افغانان اعدام کړي وو، چې بیا وروسته یې خپلو خپلوانو له لوري د تخار کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د دغې سیمې د اعدام شویو کسانو خپلوانو بي بي سي ته هغه مهال ویلي وو، چې د دې سیمې نژدې ۸۰ کسان په تېرو شپږو میاشتو کې ایران کې اعدام شوي دي.

ورته مطالب