په مخدره موادو روږدي لسګونه کسان روغتونونو ته ولېږدل شول

Image caption افغان چارواکي وايي له څو کلونو راهیسې توانېدلي چې یوازې د شاوخوا ۲۰ زرو روږدو کسانو درملنه وکړي.

له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزارت وايي دوی تېره ورځ لسګونه کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدولي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا تر دې دمه يې تر ۲۰ زرو د ډېر روږدو کسانو درملنه کړې او دا مهال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درملنې مرکزونو جوړول هم روان دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي دا ځل له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزارت د کابل ښار له ځینو سیمو په مخدره موادو روږدي شاوخوا ۱۰۰ تنه د جنګلک روغتون ته لېږدولي دي.

د چارواکو په وینا دوی د درملنې د مرکزونو بسترونه تش نه پرېږدي او هغه کسان په دغو مرکزونو کې تر درملنې لاندې نیسي چې په داوطلبانه ډول وغواړي درملنه یې وشي.

د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې سلګونه زره کسان په بېلابېلو مخدره توکو روږدي دي.

خو له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د خپرونو مشر محمد حنیف دانشیار وايي دوی له څو کلونو راهیسې توانېدلي چې یوازې د شاوخوا ۲۰ زرو روږدو کسانو درملنه وکړي.

نوموړی وايي له ۱۹۹۲ کال راهیسې د درملنې د ظرفیت کچه لوړه شوې ده.

ښاغلی دانشیار وايي دوی د هلمند او کندهار په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د درملنې مرکزونو جوړولو چارې پیل کړي او د ځینو کارونه یې پای ته په رسېدو کې دي.

خو ځیني په افغانستان کې په مخدره موادو د سلګونه زرو روږدو کسانو لپاره اوسنۍ هڅې کافي نه بولي او وايي باید دغه هڅې لا پراخې او ګړندۍ شي.

ورته مطالب