مخکښ کاندیدان د رای شمېرلو روڼوالی غواړي

احمدزی د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي احمدزي په کابل کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په جدي توګه پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دوه نوماندان چې ډېرې رایې ګټلي دي د رایو د شمېرو پر روڼوالي ټینګار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د دویمې قسمي برخې په اعلان سره عبدالله عبدالله په سر او اشرف غني احمدزی په دویم ځای کې ګڼلي دي.

د ټاکنو کمیسیون چې د نژدې ۵۰ سلنه رایو پایلې یې اعلان کړي ښاغلي عبدالله عبدالله په کې ۴۴،۴ سلنه او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه رایې خپلې کړې دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو د قسمي پایلو د دویمې برخې د اعلان هرکلی کړی خو وايي په هرات ولایت کې په جدي توګه د باطل شویو رایو حقوقي حل لارو لټون کوي.

د ټاکنو کمیسیون د افغانستان د ۱۰۸۶ رایو ورکولو ځایونو رایې باطلې اعلان کړې دي.

یوازې د افغانستان په لویدېځ ولایت هرات کې شاوخوا ۱۰۰ زره رایې باطلې ګڼل شوې دي.

ښاغلي عبدالله د قسمي پایلو د دویمې برخې تر اعلان لږ وروسته وویل که بریالی شي نو خپل سمونپال سیالان به هېر نه کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي عبدالله د قسمي پایلو د دویمې برخې تر اعلان لږ وروسته وویل که بریالی شي نو خپل سمونپال سیالان به هېر نه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "خپلو خلکو ته دا ډاډ هم ورکوو چې د دوی د حق او رایې په دفاع کې له قانون سره د دوی په خوا کې یو. زه د ښاغلي اشرف غني احمدزي په ګډون د نوماندانو نظرونه چې له رسنیو سره یې شریک کړي وو خبر یم، خو د ایتلاف په اړه مو نه خبرې کړي او نه یې هم تکل لرو."

دغه راز د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي چې په دویم ځای کې یې ډېرې رایې خپلې کړي د قسمي پایلو د دویمې برخې له اعلان سره د رایو شمېرلو د روڼوالي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي احمدزي په کابل کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په جدي توګه پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.

ښاغلي احمدزي وویل "هغې پرېکړې چې نن د هرات ولایت د محترم کمیسیون له خوا اعلان شوه، ثابته کړه چې درغلي یوه جدي موضوع ده او باید په پام کې ونیول شي. زموږ غوښتنه او وړاندیز ټولو محترمو کاندیدانو ته دا دی چې له درغلۍ نه د مخنیوي په برخه کې په ګډه هر اړخیز اقدامات ترسره کړو، هغه سلنې چې له بېلابېلو ولایتونو اخیستل شوي مساوي نه دي، په ځینو ولایتونو کې ان ۲۴ سلنه ده او په ځینو نورو کې سلنه ډېره لوړه ده، دې ته په کتو سره د ټاکنو پایلې بیا هم بدلېږي."

تر اوسه د ولسمشرۍ نورو شپږو نوماندانو چې د لومړي پړاو د ټاکنو د پایلو په تړاو یې اعتراض درلود څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د غوايي/ثور په څلورمه نېټه اعلان شي خو ترې وړاندې به په دریم پړاو کې هم قسمي پایلې اعلان شي.

ورته مطالب