کانکور کې پر لوړو زده کړو وزارت د درغلۍ تور

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي د تېرو کلونو پرتله د کانکور سږنۍ ازموینه له درغلیو پاکه وه او ګڼو زده کوونکو چې په کې برخه لرله له دغه بهیره خوشاله دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر استازي بیا په کانکور ازموینه کې شوې درغلۍ پراخه بولي او تور پورې کوي چې ګواکې د لوړو زده کړو ځینې چارواکي د کانکور په ازموینه کې درغلي کوي.

وړانګه علیزۍ پخپل راپور کې کاږي، دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ولسي جرګه د لوړو زده کړو وزیر د کانکور ازموینې وروسته د پوښتنو او ګرویږنو لپاره وربولي دغې جرګې هر کال د دغې ازموینې وروسته د لوړو زده کړو چارواکي له کړکېچه ډکو غونډو ته وربولي.

دغه پلا جرګه د تېرو هغو پرتله ډېره ارامه او خبرې یې هم یو بل ته په سړه سینه وې، خو د غونډې بهیر هغه مهال د کړکېچ پر لورې کوږ شو چې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست پر وزیر عبیدالله عبید نیوکې وکړې او د جرګې د مشر په سپارښتنه نوموړی له غونډې په زور وایستل شو.

ښاغلي عبید جرګه والو ته ډاډ ورکړ چې هغوی د کانکور د ازموینې ټولې پایلې د کمپیوټر پر مټ چمتو کړې او د هر ډول درغلیو څخه یې مخنیوی کړی چې په وینا یې په راتلونکې کې به هم دغه چاره جاري وساتي.

دغه راز یو شمیر استازو د سږني کال له ازموینې رضایت ښودو او د نورو زیاتو هڅو او په ازموینه کې یې د رڼښت غوښتنه کوله.

که څه هم چې د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو نصاب کله کله په میاشتو هم نه وي بشپړ، خو په استجوابیه او استیضاحیه غونډو کې د دوی شمېر د پام وړ وي.

تېره اونۍ جرګه والو پرېکړه کړې وه چې د ناسوبو وکیلانو پر ضد به ګام پورته کوي او له جرګې به یې د ایستلو پریکړه کوي، خو په ملي شورا کې ځینې سرچینې وايي چې په دغو دوو وروستیو غونډو کې د ولسي جرګې نصاب ځکه پوره وي چې وزیران استجوابیه غونډو ته غوښتل کېږي .

ورته مطالب