ولسي جرګه نورالله دلاوري استيضاح کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسي جرګې ډیری وکیلانو غوښتل چې له ښاغلي دلاوري بايد د باور رايه بېرته واخيستل شي

د افغانستان ولسي جرګې پریکړه کړې چې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري به ډیر ژر د استيضاح لپاره دغې جرګې ته وروبولي.

وړانګه عليزۍ په خپل راپور کې کاږي، ولسي جرګې نن د دغه بانک مشر استجوابیه غونډې ته ورغوښتې و، خو نوموړی غونډې ته نه و ورغلی.

له دې وړاندې هم د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د ولسي جرګې له خوا استجوابیه غونډو ته غوښتل شوی و، خو نه و ورغلی.

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل چې ښاغلی دلاوري باید د استيضاح لپاره وغوښتل شي او د باور رايه باید بېرته ترې واخستل شي.

ډيری وکیلانو پر دې ټينګار کاوه چې نوموړی باید له دندې ګوښه او پر ځای یې وړ کس د بانک د مشرۍ لپاره وګومارل شي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي وویل چې د افغانستان بانک مشر دوه تابيعته پاسپورتونه لري او ډیر ژر باید د باور رايه ترې واخستل شي.

خو د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي ټينګار پر دې و، چې د افغانستان بانک مشر باید د قانون پر بنسټ د استيضاح غونډې ته راوبلل شي، چې وکیلان ترې پوښتنې وکړي.

د ولسي جرګې غړو په خپلو بحثونو کې د افغانستان د ۱۳۹۳ کال پر ټاکنو هم بحثونه وکړل او غوښتنه يې دا وه چې د ټاکنو پایلې باید و نه ځنډول شي.

ورته مطالب