د ټاکنو د لومړنيو نتيجو اعلان دوه ورځې وځنډېد

د انځور حقوق IEC
Image caption که د ولسمشرۍ ټاکنو يو نوماند هم ١+٥٠ رايې پوره نه کړي نو ټاکنې به دويم پړاو ته لاړې شي او د دوو مخښکو نوماندانو ترمنځ به سيالي کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنيو نتيجو اعلان به دوه ورځې وځنډېږي.

د مهالويش له مخې په پام کې وه، چې د وري حمل د ١٦مې ټاکنو د سل سلنې رايو لومړنۍ نتيجې د غويي ثور په ٤مه اعلان شوې وای.

خو د کميسيون يوه غړي سريراحمد برمک بي بي سي ته وويل، چې دغه نتيجې به د شنبې پر ورځ د غويي په ٦مه اعلان شي.

نوموړي د دې ځنډ دليل د ټاکنيزو سندونو د څېړلو دوام وباله.

خو ښاغلي برمک وويل، چې د لومړنيو نتيجو د اعلان پرځاى د پنجشنبې په ورځ به د ولسمشرۍ ټاکنو د ٨٠ سلنې رايو بيا قسمې نتيجې اعلان شي.

د ټاکنو کميسيون د وري حمل په ٣١ د نژدې ٥٠ سلنې رايو قسمې نتيجې اعلان کړي، چې د هغو پر بنسټ ډاکتر عبدالله عبدالله د ٤٤،٤ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره لومړى ځاى خپل کړ.

ډاکتر اشرف غني احمدزي ٣٣،٢ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره دويم ځاى او زلمي رسول د ١٠،٤ سلنې رايې په لرلو سره دريم ځاى ونيوه.

له زلمي رسول وروسته عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنځم، محمد شفيق گل اغا شيرزي شپږم، محمد داود سلطان زوى اووم او هدايت امين ارسلا اتم او وروستى ځاى خپل کړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي دغو قسمي پایلو تر اعلان وروسته د کمیسیون پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او دا یې تر وخت مخکې کار وباله او ويې ويل چې دا د خلکو ذهنونه گډوډوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ټاکنو کميسيون د وري حمل په ٣١ د نژدې ٥٠ سلنې رايو قسمې نتيجې اعلان کړي

هغه دارنگه وويل چې په قسمې پايلو کې بايد ناپاکې رايې شاملې نه وي.

د ټاکنو د مهال ويش سره سم د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان څخه وروسته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ۲۰ ورځې وخت لري چې د ټاکنو په اړه د رسېدلو شکايتونو ارزونه وکړي او د ټاکنو وروستۍ نتيجې به د غويي ثور په ٢٤ اعلان شي.

که د ولسمشرۍ ټاکنو يو نوماند هم ١+٥٠ رايې پوره نه کړي نو ټاکنې به دويم پړاو ته لاړې شي او د دوو مخښکو نوماندانو ترمنځ به سيالي کېږي.

ورته مطالب