'د رایو باطلولو له ګواښونو سره مخامخ کړم'

هرات
Image caption دا لا مالومه نه ده چې دغه امنیتي څانګې څومره د انټرنېټي جرایمو د تعقیبولو لپاره امکانات لري.

د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالله شیرزي ویلي، د سلو زرو رایو تر باطلولووروسته له ګڼو ګواښونو سره مخامخ شوی دی.

سره له دې چې نوموړي ویلي په هرات کې سل زره باطلې شوې رایې په څلورو مخکښو نوماندانو پورې اړه لري، خو د ډاکتر عبدالله عبدالله استازی بیا وایي چې اتیا سلنه باطلې شوې رایې د نوموړي نوماند وې.

هرات کې محمد قاضي زاده پخپل راپور کې کاږي:

په هرات کې د سلو زرو رایو تر بطلان وروسته ډېر ژر د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دا پرېکړه له غبرګونونو سره مخامخ شوه.

ښاغلی شیرزی وایي ځینو سرچینو د فیسبوک له لارې په توندو الفاظو ګواښلی چې په وینا یې د غچ اخیستلو خبره یې هم ورته کړې ده:

اخطار او غچ

''د یوشمیر فیسبوکي پاڼو یا اکونټونو له لارې موږ ته اخطار راکول کیږي. وایي چې موږ به انتقام اخلو. وایي تاسو د هرات له یو لک رایو سره لوبه وکړه او د ډاکټر عبدالله عبدالله اته اتیا زره رایې تاسو باطلې کړې او موږ به انتقام اخلو''.

ښاغلی شیرزی زیاتوي چې مرستیال یې هم له ورته ګواښونو سره مخامخ شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځیني کتونکي په دې باور دي چې د ټاکنو د بهیر په هر پړاو کې خنډ او ځنډ پر نورو پړاونو اغېز پرې باسي.

په هرات کې د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي بیا وایي سره له دې چی په دې اړه تر اوسه په رسمي توګه دوی کوم شکایت نه دی ثبت کړی، خو په وینا یې امنیتي څانګې ځان مکلف بولي چې د ټولو دولتي څانګو او نورو هغو کسانو امنیت وساتي چې په یو ډول له ګواښونو او خطرونو سره مخامخ کېږي.

خو دا لا مالومه نه ده چې دغه امنیتي څانګې څومره د انټرنېټي جرایمو د تعقیبولو لپاره امکانات لري.

پر دې ټولو سربېره، هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي دوی به خپلو څېړنو ته دوام ورکوي او له دې وروسته به یې پایلې یوازې پلازمېنه کابل کې اعلانېږي.

ورته مطالب