غني: که بريالى شوم ،اساسي قانون بدلوم

Image caption اشرف غني احمدزی وايي، د مشر وزير په توگه يوه واک لرونکې څوکۍ جوړوي چې تاجک ټبر ته په کې ځاى ورکړل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ يوه مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي له قومي مشرانو سره په ليدو کې ويلي چې که بريالى شو په اساسي قانون کې بدلون راولي.

دوى وايي چې سم لاسي به د مشر وزير په توگه يوه واک لرونکې څوکۍ جوړوي چې تاجک ټبر ته په کې ځاى ورکړل شي.

له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره لومړى او دويم مرستيال د ازبک او هزاره ټبر دي.

خو دى وايي چې په اوږد مهال کې به په اساسي قانون کې د بدلون له لارې د ولسمشرۍ لپاره څلور مرستيالان ټاکي.

په روانو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني د تېرې لسيزې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نورو کانديدانو د دود خلاف خپل لومړى او دويم مرستيال تاجک يا پښتون ونه نوماوه.

اوس چې د ټاکنو رايې لا هم شمېرل کېږي دغه مخکښ کانديد د بېلا بېلو قومونو مشرانو ته په کابل کې وويل چې د هر ټبر له استازو جوړ حکومت به جوړوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د علماو پر ونډې هم خبرې وکړې او ويې ويل لکه د اوسني ولسمشر حامد کرزي غوندې به دى هم د هغوى رول مهم بولي.

په اساسي قانون کې د بدلون خبره د ښاغلي احمدزي سيال او بل مخکښ کاندي ډاکټر عبدالله هم کړې ده.

هغه لا پخوا ويل چې که بريالى شو نو په اساسي قانون کې داسې بدلون غواړي چې له رياستي سيستمه پارلماني هغه ته نظام واړوي.

د افغانستان د اساسي قانون د بدلون لپاره بايد ولسمشر لويه جرگه راوبولي.

د اپريل د پنځمې نېټې د ټاکنو پايلې لا تر اوسه اعلان شوې نه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټول ټال رایو ۸۹ سلنه برخه یې سیستم ته داخله کړې ده.

کمیسیون وایي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (غويي څلورمه) به د قسمي پایلو درېیم پړاو اعلان کړي.

ورته مطالب