د ولسمشریزو ټاکنو ۸۲٪ پایلې اعلان شوې

نورستانی د انځور حقوق
Image caption نورستاني وویل، چې د رای اچولو د ۱۰۸۶ محلونو رایې مشکوکې دي، چې د تحقیق لپاره استول شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ۸۲ سلنه رایو پایلې اعلان کړې.

په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، دغه رایې پاکې او سیستم ته داخلې شوې دي.

نوموړي وویل، چې دغه پایلې له څه باندې پنځو میلیون ټول ټال رایو څخه اعلان شوې دي.

نورستاني زیاته کړه، چې د۱۷۱۹ رای ورکولو د مرکزونو رایې تفتیش ته استول شوې دي.

په پام کې وه، چې د پنجشنبې پر ورځ (غویی ۴) ابتدايي پایلې اعلان شي، خو تر راتلونکې شنبې پورې وځنډېدې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو وويل بشپړه خپلواکي لري او د هيچا تر اغېز لاندې نه دي.

د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي/ثور پر څلورمه او وروستۍ پايلې يې د همدې مياشتې پر ۲۴مه اعلانېږي.

ورته مطالب