کندهار او هلمند کې لاهم بهرنیان 'ناقانونه توقیف ځایونه' لري

د انځور حقوق
Image caption د دغي پلاوي دنده دا ده چې په بند کې د ساتل شويو کسان برخليک معلوم او د زندان د تړلو په تړاو قانوني ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو ځواکونو د توقیف ځایونو په اړه د افغانستان سوېل ته استول شوی پلاوی وايي بهرني ځواکونه لاهم په هلمند او کندهار ولایتونو کې ناقانونه توقیف ځایونه لري.

ددغه پلاوي یوه غړي عبد الشکور دادرس بي بي سي ته وویل کله چې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د توقیف ځایونو په اړه راپورونه رښتیا شول، نو ولسمشر حامد کرزي د یوه حکم له مخې دغه پلاوي ته دنده وسپارله چې له کندهاره هلمند ته ولاړ شي او هلته ورته څېړنې وکړي.

ښاغلی دادرس وايي، د دوی ټاکل شوی پلاوی وتوانېد، چې په کندهار کې ناقانونه توقیف ځایونه ومومي.

دی وايي د ولسمشر حامد کرزي په امر ګومارل شوي پلاوي د هلمند ولایت ښورابک سیمې کمپ کې خپل کار پیل کړ، چې په وینا یې هلته هم د کندهار د هوايي ډګر په شاوخوا کې د توقیف ځای په څېر یو توقیف ځای شته.

د دادرس په وینا، کندهار او هلمند کې د بندیانو د شمېر او د توقیف ځای د څرنګوالي په اړه تر هغو پورې رسنیو ته معلومات نه شي ورکولی، چې لومړی یې خپل راپور بشپړ او ولسمشر ته سپارلی نه وي.

د ګومارل شوي پلاوي دغه غړی وايي، د افغانستان د قوانینو له مخې، د کورنیو چارو وزارت تر واک بهر په هېواد کې د ازادیو د سلبولو او پټو توقیف ځایونو جوړېدل له نافذه قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د دغه پلاوي دنده دا ده چې په بند کې د ساتل شويو کسانو برخليک معلوم او د زندان د تړلو په تړاو قانوني ګامونه پورته کړي.

د دې ترڅنګ به پلاوی دا هم کره کړي، چې په دغه زندان کې په کومو تورونو، څومره کسان له څومره وخت راهيسې ساتل کېږي.

بهرنيو ځواکونو په دې اړه چې د کندهار په هوايي ډګر او هلمند ولایتونو کې زندان لري که نه، تر دې دمه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب