وسله والو د هلمند یو قومي مشر وژلی

د انځور حقوق
Image caption سید بهاء الدین اغا په هلمند کې پراخ نفوذ درلود، خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دربار جوړېدو ته نه پرېښودل کېده.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې ناپېژاندو وسله والو یو مذهبي مشر سید بهاء الدین جان اغا په ډزو وژلی دی.

پر نوموړي د لښکرګاه خشکاوې سیمه کې برید شوی.

هلمندي چارواکي وايي سید بهاء الدین جان اغا هلمند کې یو مخور مشر و، چې ګڼ مریدان او پلویان یې درلودل.

دوی وايي نوموړي د سولې بهیر کې ډېرې هڅې کولې.

چارواکو د ده وژنه د هغو کسانو عمل بللی، چې افغانستان کې سوله نه غواړي.

تر اوسه د نوموړي د وژلو پړه چا نه ده منلې.

سید بهاء الدین اغا په هلمند کې پراخ نفوذ درلود، او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دربار جوړېدو ته نه پرېښودل کېده.

نوموړي د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د مذهبي مشرۍ ترڅنګ د یوې وسله والې ډلې مشري هم کوله.

ورته مطالب