د فواید عامې مرستیال وزیر خوشی شوی

احمد شاه وحید د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption احمد شاه وحید د تېر وري میاشتې پر ۲۶مه نېټه د کابل ښار په خیر خانې مینې کې د نامعلومو وسلوالو له خوا وتښتول شو.

د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال وزیر احمد شاه وحید د کاپيسا ولایت په اړونده یوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د تښتوونکو له منګولو خلاص شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې په یولړ عملیاتو کې چې د ښاغلي احمد شاه وحید د راخلاصولو په موخه پیل شوي وو، په پایله کې يې امنیتي ځواکونه کاپیسا ولایت په یوه اړونده سیمه کې یرغمل کوونکو له منګولو د هغه په خوشي کولو وتوانېدل.

تښتوونکو غوښتل، چې ښاغلی وحید په یوه موټر کې له یوې سیمې بلې ته ولیږدوي، خو پرلاره یې بخت یاري ونه کړه او د امنیتي ځواکونو د تلاشي پوسته کې یې خواري په سین لاهو شوه.

د دې پېښې په تړاو ځینې کسان نیول شوي هم دي، خو تر اوسه قضیه تر څېړنې لاندې ده او د نیول شویو کسانو په اړه ډېر مالومات ورنه کړل شول.

په دې کنفرانس کې د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر وویل، د احمد شاه وحید د خلاصون په مقابل کې د ځینو هغو جنایتکارانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، چې پخوا نیول شوي او بندیان دي.

جنرال ظاهر زیاته کړه زیاتره وخت دوی داسې مجرمین هم نیسي چې دوه درې ځلې نیول شوي وي، خو نوموړي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې دا ډول مجرمینو ته سزا ورکړي:

''له ټولو عدلي او قضايي ارګانونو زما هیله دا ده چې د یرغمل کوونکو په اړه هېڅ زړه سوی ونه کړي، یو مجرم څو ځلې نیول شوی او بیا هم خلاص شوی، په دې قضیه کې داسې کس هم شته چې درې ځلې نیول شوی، خو بیا هم خلاص شوی او د پېښې اصلي طرحه کوونکی دی. زما هیله دا ده چې دوی جدي مجازات کړي''.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د تېرو درو- څلورو کلونو مخکې مودې په پرتله اوس د تښتونې پېښې کمې شوې دي، خو کوچني جرمونه او د غلاوو په تور نیونې لاهم دوام لري.

ورته مطالب