ايساف: د افغان ځواکونو 'روزنه' کې بدلون راولو

د انځور حقوق ISAF
Image caption ایساف وايي نړیوالې ټولنې تر اوسه افغان ځواکونو ته له ۱۰۰ ډېرې الوتکې ورکړې دي

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته به هم له افغان ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، خو وايي د روزنې په څرنګوالي کې بدلون راولي.

دوی وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته به د عسکرو د انفرادي روزنې په ځای د وزارت په کچه د افغان ځواکونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له افغان ځواکونو سره همکاري روانه وساتي.

نور محمد سعید په خپل راپور کې وايي، آيساف ځواکونو ویلي، غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې طرز بدل کړي.

د دغو ځواکونو ویاند برید جنرال هینز فیلډمن چې په نژدې راتلونکې کې د خپلې دندې مودې وخت بشپړېدو له کبله افغانستان پرېږدي، وايي تر اوسه موږ په انفرادي توګه عسکرو او ټولیو ته روزنه ورکوله، خو له دې وروسته موږ غواړو د روزنې دغه بهیر بل ډول کړو:

''زموږ پام به د کلک ملاتړ په لړ کې پر وزارتي کچه همکارۍ ته وي او دا به له شک پرته د پولیسو او پوځ په کچه وي. داسې چې تاسې غواړئ د خپلو ځواکونو د پرمختګ په حالت وپوهيږئ، نو تاسې اړ یاست، چې یو پلان رامنځ ته کړئ. یعنی تاسې باید داسې یو سیسټم رامنځه ته کړئ، چې د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو اړتیا ځان ته معلومه کړئ. دا داسې څه دي، چې موږ ورسره په خپلو هېوادونو کې بوخت یو او دا هغه څه دي چې راتلونکی ماموريت به ورته توجه کوي او موږ به همدغه څه کوو''.

د ایساف ویاند په وینا نړیوالې ټولنې تر اوسه افغان ځواکونو ته له ۱۰۰ ډېرې الوتکې ورکړې دي.

خو په خبره يې دا وخت ته اړتیا لري، ځکه په تخنیکي برخه کې لا هم وخت ته اړتیا ده، چې افغان هوايي ځواک په ټولو برخو کې په پښو ودریږي.

''باید پیلوټان وروزل شي او دغه راز نور ميخانیکي کسان وروزل شي. موږ همدا اوس دغه کار کوو، خو موږ وار له مخه پوهېدو، چې د ۲۰۱۴ له پایته رسېدو وروسته هم موږ نور وخت ته اړتیا لرو، ځکه موږ غواړو، چې د ملاتړ ثابت قدمه لړۍ زموږ کار ته دوام ورکړي. په پای که به موږ غواړو، افغان هوايي ځواک هغه کار تر سره کړي، چې همدا اوس یې ایساف تر سره کوي. موږ له دوی غواړو، چې دغه هدف پر لور ګامونه پورته کړي او موږ پوهيږو، چې دوی کولای شي دغه هدف تر لاسه کړي''.

جنرال فیلډمن وايي موږ پوهېږو، چې افغان ځواکونو د پخوا پر تله له خپلو بریالیتوبونو نه په ځان ډېر باور موندلی.

ده هغه خبره تکرار کړه، چې وايي له ۲۰۱۴ وروسته به ایساف د خپلو افغان همکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورته مطالب