د طالبانو نظامي مسؤل ملا ذاکر استعفی ورکړې

Image caption طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې ملا ذاکر به تر استعفی وروسته هم د طالبانو د رهبرۍ شورا غړیتوب لري.

طالبان وایي چې د دوی د نظامي کمیسیون مشر ملا عبدالقيوم ذاکر د خپلې "ناروغۍ له امله" چې له ډېره وخته ورپېښه وه استعفی کړې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې ملا ذاکر به تر استعفی وروسته هم د طالبانو د رهبرۍ شورا غړیتوب لري او په نورو" نسبتاً آسانه خو مهمو جهادي کارونو" به بوخت وي.

طالبانو د ملا ذاکر په اړه د اختلافاتو خبره رد کړې او وایي چې د مشرتابه له خوا د نوموړي "عذر ته په کتو د هغه د استعفی غوښتنه چې له ډېرې مودې راهیسې یې کوله د خوشحالۍ په فضا کې ومنل شوه".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ملا ذاکر د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو او ګوانتانامو کې بندي شوی و.

له هغه ځایه تر خلاصیدو وروسته بیرته د طالبانو جبهو ته ولاړ چې شهرت يې نړيوال شو.

په دغو وختونو کې چې پخواني نظامي طالب مشران يا خو وژل شوي وو او يا خو بنديان وو، ذاکر په نظامي برخه کې ډېر ژر خپل نوم پیدا کړ او بالاخره د طالبانو د نظامي کميسون مشر وټاکل شو.

ملا ذاکر د ملا محمد عمر پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر تر نیولو وروسته ډېر نفوذ پیدا کړی او داسې هم ویل کېده چې دی د نظامي چارو د مشر ترڅنګ د ملا عمر په دوو مرستیالانو کې یو دی هم و.

د طالبانو یو مخکنی مشر وایي "د ده په شتون او يا نه شتون کې به نظامي ليکې پر خپل حال پاتي وي، ځکه تجربو ښودلې ده چې په طالبانو کې د مشرانو د ادلون بدلون خبره ډېره مهمه نه ده."

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلې چې یوه بل نظامی مسؤل ټاکل شوی چې دوی تر اوسه نه غواړي نوم يې رسنيو څرګند شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو له خوا د خپلې استعفی د اعلامیه په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

ورته مطالب